د امريکا د قامي سلامتیا ویاند جان کربي ويلي، په پاکستان کې د انتخاباتو پر مهال د تاوتريخوالي د احتمال په اړه انديښنه لري چې ښايي په دغه هيواد کې د بې ثباتۍ لامل شي
په پاکستان کې د جايداد او د ودانیو (رییل سټېټ) کاروباريان د مرکزي حکومت لخوا لګول شوي ټيکسونه نه مني. دوی وايي کچرې حکومت خپله پرېکړه بيرته وانخلي نو پر خلاف به يې په ټول هېواد کې احتجاجونه وکړي. تفصيل د رابعه پير په رپوټ کې
وزیر اعظم شهباز شريف د موجوده حکومت د آئيني مودې له ختميدو وروسته نگران حکومت ته د انتظاميې د سپارلو اعلان کړې خو بیا هم راتلونکو ټاکنو ته د شک په سترګه کتل کېږي. څېړونکي وېره څرکندوې چې د هیواد سیاسې او اقتصادې حالات د ټاکنو پر وخت یو خنډ جوړېدای شي.
د پاکستان پخواني چيف جسټس جسټس جواد ايس خواجه په پوځي عدالتونو کې د عامو وګړو د مقدمو پر ضد سپريم کورټ ته خواست کړی، غوښتي یې دي، په پوځي عدالتونو کې د عامو وګړو مقدمې اورول او د آرمي ايکټ مختلفې مادې دې غېر اييني وګرځوي ځکه دا د بشري حقونو پرضد عمل دی.
شېل پټرولیم، چې د تېلو یوه نړیواله کمپنۍ ده، په پاکستان کې د خپلې کمپنۍ د ونډو د خرڅولو اعلان کړی دی څیړونکې وايي، د شېل په څېر د لویو کمپنیو د کار له درېدو سره به نورې نړیوالې کمپنۍ هم په پاکستان کې پانګونې ته تیار نشي او له دې سره به د پاکستان له مخکې څخه خراب اقتصاد نور هم زیانمن شي.
د بشري حقونو فعالين: په ښځو تشدد او د دوی وژنې لکه د وبا خپريږي د ښځو د وضيعت په اړه قامي کميسون او د سټريټيجېک مطالعې ای ايس ايس ايي په ګډه د وژل شوې ښځې نور مقدم په ياد کې دستوره وکړه چې ګډونوالو پکې د ښځو د حقونو، د دوی سره د روان چلند او د موجودو قوانينو په اړه ويناګانې وکړې.
اسلام اباد کې د ښځو د وضعیت په اړه قامي کمیسیون، د سټراټيجيکي مطالعاتو ادارې په مرسته راجوړه شوې غونډه کې ګډون والو ويلي، پاکستان کې د مېرمنو د وژنو پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي، مخنیوې یې د ښځو د حقونو دپاره قانونونو کې اصلاح، قوانين عملي کول او د ټولنې په فکر کې د بدلولونو راوستلو سره ممکنه کېدی شي.
سوداګران غواړي د سياسي ګوندونو مشران دې په خپلو کې کيني او سياسي شخړې دې د خبرو له لارې هوارې کړي. د دوی په وينا د روان سياسي اړي ګړي نه د ملک په خراب اقتصاد لا نورې بدې اغېزې کيږي. تفصيل د رابعه پير په رپوټ کې
د پاکستان په اساسي قانون کې دا نه دي راغلي، چې که نگران حکومت په ټاکلې موده کې ټاکنې ونه کړي، نو د دغه ډول نګران حکومت د مودې غځولو قانوني جواز او په دې موده کې د نګران حکومت له خوا د پورته شویو ګامونو قانونې حیثیت به څه وي؟
پاکستان کې د ايتلافي حکومت او مخالفه پاکستان تحریک انصاف ګوند ترمنځ د انتخاباتو په معامله د خبرو دويم پړاو نن ترسره شوی خو کومه نتيجه یې مخې ته نه ده راغلې او د بلې ناستې دپاره د راتلونکې نهې ورځ ټاکل شوې ده. خو په اتحادي حکومت کې د شاملولو ګوندونو غړي له دې مذاکراتو ډېرې هيلې نه لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، د سوډان له سرښار خرطوم څخه ۸۰۰ پاکسانیان په خوندي ډول سوډان پورټ ته رسول شوي. هغه وايي، له ۳۰ څخه زیات پاکستانیان د سعودې عرب جده بندر ته رسیدلې او له هغه ځایه څخه به ډیر ژر خپل هیواد ته راوستل شې.
د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري د تېرې نهې (سه شنبې) په ورځ په یو بیان کې ويلي چې پاکستان د سوډان نه د خپلو خلکو راویستو لپاره د نورو هېوادونو سره مرستې کوي
د دې میاشې په ۱۳مه نېټه یوې غونډې وروسته جارې شوې اعلامیه کې د ایتلافې ګوندونو مشرانو ویلي وو، که هرڅوک د پارلیمان اختیار اخلي مخالفت به یې کیږي
د سپریم کورټ له اړخه د اسټیټټ بینک موقتي ګورنر او خزانې وزارت ته خېبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو د پاره فنډ جاري کولو ورکړی شوې ده موده نن د اپریل په ۱۷مه نېټه ختمه شوې، او د قامي اسمبلۍ د خزانې قایمه کمېټۍ دغه معامله یوځل بیا پارلیمان ته لیږلې ده.
د پاکستان سپریم جوډيشل کونسل کې د چيف جسټس آف پاکستان عمر عطا بندیال او درې نورو ججانو خلاف ريفرنس دایر کړی شوی او تور لګول شوى چې څلورو قاضيانو چې پکې چيف جسټس، جسټس اعجاز الاحسن، جسټس منيب اختر او جسټس سيد مظاهر علي نقوي دوی د اصولي چلند يا د کوډ آف کنډک سرغړونه کړې ده.
نور کتل