د تېرو پینځو ورځو راهسې د پاکستان په سرښار کې په احتجاج ناست بلوچ احتجاج کونکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې د خبرې غونډې په مهال یو ځل بیا د حکومت څخه غوښتنه تکرار کړه چې د دوی بې درکه خپلوان دې ولټوي او هغه احتجاج کوونکي دې ازاد کړی شي چې پولیس ګرفتار کړي دي
صحافیانو د کار په حالاتو نظر ساتونکي پاکستانۍ ادارې فریډم نیټ ورک په یو تازه رپورټ کې ویلي په پاکستان کې د 2022 کال له اګست څخه تر 2023 کال تر اګست پورې 37.5فیصد خبریالان له تاوتریخوالي، ځورونې، تښتونې او په عدالتونو کې د مقدمو سره مخامخ شوي دي
څېړونکي وايي، مولانا فضل الرحمن کولای شي د حماس له مشرانو سره خپله لیدنه په راتلونکو ټاکنو کې د خپل کمپاین په ګټه وکاروي د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن د اتوار، یکشنبې په ورځ په قطر کې د حماس ډلې له مشر اسمعیل هنیه او پخواني مشر خالد مشعل سره لیدلي.
په پاره چنار کې د تیرو څو ورځو راهیسې د دوو مذهبې ډلو تر منځ نښتې روانې دي چې د سیمې اوسیدونکي یی له ستونزو سره مخ کړي
سوداګرو د پاکستان لخوا افغانستان ته په ټرانزېټ ټرېډ باندې د لس فیصده فیس اعلانول د جینیوا د کنونشن سرغړونه بللې طالب استازو هم ویلي، چې په افغانستان کې پاکستاني سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوي نو پاکستان هم باید داسې وکړي او هیله یې څرګنده کړې چې پاکستان دې په خپل دغه دریځ نظر ثاني وکړي.
پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره خپل تازه رپوټ خپور کړی چې ترمخه یې سږکال د ټول هېواد په کچه د ترهګرۍ په پیښو کې ۵۷ فیصد زیاتوالې راغلې دی.
د پښتونخوا د دریوؤ ضلعو پېښور، نوښار او هریپور په ښاري سیمو کې میشتو افغان کډوالو په اړه ترسره شوې دغه سروی یا نظر پوښتنه کې د تعلیم او روزنې، روغتیا، اقتصاد، ساتنې او بیرته ستنېدو په پینځوؤ بنیادي برخو کې د دوی ستونزې رابرڅېره کړی شوې
د حقونو فعالان: په پاکستان کې نرښځيان له وړاندې څخه د بنيادي بشري حقونو نه بې برخې دي او وفاقي شرعي عدالت يې نور هم بې برخي کوي د نرښځيانو د حقونو د تحفظ په اړه د کال 2018 د قانون په ضد وفاقي شرعي عدالت د می 2023 حکم ورکړی چې اوس نادرا د نرښځيانو رجسټريشن بند کړی.
د مانسهرې ناهید اختر د خپل خاوند له مړینې وروسته هغې ته په مهر کې ورکړل شوې یو کنال ځمکه د کلنو قبضې وروسته ترلاسه کړې د خېبرپښتونخوا د مانسهره ضلعې ناهید اختر ته د یو کنال نه زیاته ځمکه د حق مهر په توګه ورکړل شوې وه، خو د هغې خسر پرې له تیرو دیارلس کالو راهسې قبضه کړې وه.
عدالت په يو رنګ مقدمه کې ايمان مزاري ته ضمانت ورکړی او علي وزير يې پوليس ته د څوارلسو ورځو په جوډيشل ريمانډ حواله کړی د علي وزیر او ایمان مزاري په شمول د پې ټې ایم د نورو مشرانو پر ضد د اجازې پرته جلسه کولو، په حکومتي کار کې د لاسوهنې او د ترهګرۍ مقدمې جوړې شوې دي.
نور کتل