اقتصاد پوهه رشید ازاد وي او اې ډیوه ته وایي،د شنګهایی همکارویو تنظیم کې داسې هیوادونه شامل دي چې پکې دوه ویټو پاور لري، څلور جوهري هیوادونه دي، خو په دغه هیوادونو کې غریبي هم ډیره زیاته ده، د موسمیاتې بدلونو او خپل منځي شخړو له امله یې یو بل سره اقتصادي اړیکې کمې دي
د مسلم لیک ن ایتلافي حکومت د روان اکتوبر د میاشې تر ۲۵ مې نېټې له پارلیمانه په ايين کې د ترمیم کولو په هڅه کې دی. څیړونکي وايي د حکومت لپاره به اوس دا ګرانه نه وي ځکه چې د سپریم کورټ د پرېکړې په بنیاد د قامي اسمبلۍ هر غړی په خپله خوښه د قانون جوړولو لپاره ووټ کارولی شي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
پاکستان کې د 300 پورې وکیلانو، قانون پوهانو، په پرانستې ليک کې د قاضيانو نه غوښتنه شوې، چې ایینې عدالت ونه مني، ځکه د دوی په وينا، دا به د پاکستان پر اساسي قانون برید وګڼل شي. څېړونکي وايي ترمیمي مسوده کې که هر څه وي، باید پارلیمان کې دننه او بهر پرې بحث وشی.
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ويلي ترهګري پاکستان ته لوی زیان اړولی او وايي د ترهګرۍ ځپلو لپاره له پوځي اقدام سره سره حکومت باید د ترهګرۍ د بنیادي لاملونو په ضد مبارزه وکړي. څېړونکي په هېواد کې سیاسي ناارامي او حکومتې پالیسي د ترهګرۍ لوی سبب ګڼي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
څېړونکي وایي نړۍ سره تجارتي رابطې سېوا کولو لپاره د قزاقستان اصلاحات ډېر مهم دي او پاکستان د قزاقستان سره د رابطو له لارې د منځنۍ اېشیا هېوادونو سره تجارتي اړیکې نورې هم سیوا کولی شي، خو د دې لپاره به پاکستان ته په خپل تجارتي، اقتصادي او بهرنۍ تګلاره کې بدلون راوستل وي. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
څیړونکي وایي پاکستان او روس سره د تجارت، صنعت، انرجۍ، رابطې، ساینس، ټېکنالوجۍ او تعلیم په برخو کې د یو بل مرسته کولی شي، خو پاکستان ته به له امریکې سره اړیکې هم په پام کې ساتل پکار وي. نور تفصیل د اسلام اباد څخه رابعه پیر وړاندې کوي:
ای ایم ایف به د ستمبر پر 25مه د پاکستان لپاره د اووه ارب ډالرو نوي پور پروګرام منظورۍته بیاکتنه کوي. څیړونکي د پاکستان د خراب اقتصاد لپاره د ای ایم ایف پروګرام ضروري ګڼي، خو د دغه پروګرام له منظورۍ سره د ګرانۍ د زیاتېدو ویرې هم څرګندوي. تفصیل له اسلام اباده رابعه پیر وړاندې کوي:
د پاکستان نوم د نړيوالې مالياتي ادارې، آی اېم اېف د ایګزېکټیو بورډ د راتلونکې غونډې په ایجنډا کې په رسمي توګه شامل کړل شوی دی. آی اېم اېف به د ستمبر په 25 د پاکستان لپاره د اووه اربه ډالرو نوي پور پروګرام منظورۍ ته بیاکتنه وکړي. دغه خبره آي اېم اېف په خپله وېب پاڼه خپره کړې ده.
څېړونکي له پارلیمانه د سردار اختر مېنګل استعفا د بلوچستان د خلکو او وفاق تر منځ یو ډیډلاک ګڼي او وایي داسې نه ګڼي چې د ناارامه صوبې د ستونځو د هواري لپاره تر سنجيده ګامونه تر پورته کولو پورې به د بلوچستان د خلکو باور پر وفاق او د پاکستان پر طاقتورو ادارو بحال شي. تفصیل د رابعه پیر په رپورټ کې:
د پاکستان د داخله وزارت د تازه رپورټ له مخې، تېر کال په ترهګرو بریدونو کې 930 کسان وژل شوي چې پکې تر ټولو زیات 580 کسان په پښتونخوا او 315 کسان بلوچستان کې وژل شوي. په تېرو څلورو کلونو کې پر بهرنیانو په بریدونو کې 20 چینایي وګړي وژل شوي. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
پاکستاني څيړونکي وایي، سیمه ییز هیوادونه کولای شي د افغان ستونځو او چیلنجونو په حل کې مرسته وکړي خو د افغان طالبانو حکومت به د ترهګرو د مخنیوي، د بشري حقونو او ښځو د تعلیم او کار په اړه خپلې تګلارې بدلوي چې په اوسني وخت کې یې څه امکان نه لیدل کیږي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
څیړونکو وویل، د لویدیځو هیوادونو له خوا یوازې کړل شوي د افغان طالبانو حکومت له نزدې هیوادونو سره د اړیکو په لټه کې دی، خو پر یو بل د بې باورۍ او د لویدیځو هیوادونو د بندیزونو له امله سمه ییزه همکاري هم محدوده ده
د لاهور ضلعي عدالت فرحان آصف نومی کس په برتانيه کې د جعلي خبرونو د فساد له مقدمې بري کړی دی. څېړونکي وایي د دا رنګه جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره پي ټی اې باید ګامونه واخلي، خو داسې قانونونه دې هم نه جوړیږي چې د رایې د ازادۍ په ضد وي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې :
د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزير وایي، د تحريک انصاف مشر عمران خان د فيض حميد د اوپن ټرایل یا د ولس په وړاندې مقدمې غوښتنه د پوځ په چارو کې لاسوهنه ده. څېړونکي وایي د استخباراتې ادارې د پخواني مشر پر ضد به پوځ مقدمه چلوي، خو پر مقدمه دوی په اییني عدالت کې د اپیل حق لري. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
نور کتل