د پاکستان حکومت په لبنان کې اوسېدونکو پاکستاني وګړو ته هدایت کړی، په سیمه کې د تشدد زیاتېدو له امله دې له هغه هېواده ووځي. امریکا او نورو هیوادونو هم خپلو وګړو ته د لبنان سفر نه کولو ویلي. څېړونکي ویره لري په دې جګړه کې د حزب الله ګډون سیمې ته زیان رسولای شي. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي:
د اسلام اباد په سرکاري هسپتال (پولي کلینیک) کې د جنسي تېریو د بحران د مخنیوي څانګه پرانیستل شوې ده چې مقصد یې په هېواد کې د جنسي تېریو د ښکار کسانو مرسته کول دي. دغه مرکز د امریکا په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو په تخنیکي ملاتړ جوړ شوی چې څلیرویشت ساعته به کار کوي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي آصف دراني ویلي، افغانستان هرکله د پاکستان پر ضد د پراکسي په توګه کارول شوی او دغه معامله اوس هم دوام لري. څېړونکي وایي پاکستان او افغانستان ته به په ګډه خپلې معاملې ښه کول وي او دا د ولسونو پر کچه په اړیکو ښه کولو ممکنېدای شی. تفصیل رابعه پیر وړاندې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ته احتجاج کړی او ترې غوښتي یې دي په خپل هېواد کې دې د هغو وسلوالو پر ضد اقدام وکړي چې په بنو کې یې پر پوځي اډې حمله کړې وه. څېړونکې وایي که د طالبانو حکومت څه اقدام ونه کړ د دواړو اړیکې به نورې خرابې شي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
حزب اختلاف غږ اوچت کړی چې د تندلارو په ضد د هرقسمه پوځي عملیاتو د پیل کېدو نه وړاندې، په کار ده چې پارلېمان هم په اعتماد کې راوستل شي.
د ملګرو ملتونو د ابادۍ د چارو ادارې په پاکستان کې د ځوانانو په بې روزګارۍ اندېښنې څرګندې کړي او وايي هر کال درې میلینه ځوانان د روزګار ترلاسه کولو عمر ته رسيږي، خو ملک یې دغه ځوانانو ته د روزګارونو ورکولو وس طاقت نه لري. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
د پاکستان د 68 ارب ډالرو کلني بجټ یوه لویه برخه که د ملک دفاع ته ځانګړې شوې خو نیمایي برخه به یې د لویو قرضونو بېرته ورکولو باندې لګيږي چې د دې لپاره به ټیکسونه هم زیاتوي. څېړونکي وایي د پاکستان ټیکس نظام اصلاحاتو ته اړتیا لري. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
د هندوستان د انتخاباتو د نتیجو وروسته په پاکستان کې دا احساس شتون لري چې د مودي د وزیراعظمۍ په دریم دور کې پاکستان سره د هندوستان په اړیکو کې د څه مثبت پرمختګ تمه نه شي کیدی
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د چین پینځه ورځنی سفر کوي چې پکې به دواړه اړخونه د پاک چین اقتصادي راهدارۍ د پراختیا، سوداګرۍ او پانګونو په اړه خبرې وکړي. څېړونکي وایي د مشرانو تر منځ د خبرو موضوع به د سیپېک پروژه وي چې دواړه هیوادونه يې ډېر مهم ګڼي. تفصیل د رابعه پیر په رپوټ کې:
د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام اباد هايي کورټ کې د فرهاد د لا درکۍ په ضد د مدقمې د اوریدنې په مهال د دفاع وزارت چارواکو عدالت ته وویل د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي وېنا ده چې احمد فرهاد ورسره نشته خو عدالت حکم وکړو چې د ایی ایس ایی دغه بیان دې عدالت ته په لیکل شوي شکل کې ورکړی شي
اسلام آباد هايې کورټ د شاعر احمد فرهاد په مقدمه کې په ذاتي توګه د دفاع او داخله سيکرټري طلب کړي دي د وتلی شاعر احمد فرهاد د لادرکۍ پر ضد تیره ورځ اسلام اباد پریس کلب مخې ته شوې مظاهره کې احتجاج کونکو د دوی د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړي.
د روان مالي کال په لومړیو ۹ میاشتو کې د پاکستان پورونه ۱۲فیصد زیات شوي دي. دا په داسې حال کې چې نړیوال مالیاتې فنډ سره نور پور ترلاسه کولو په اړه خبرې دوام لري. څیړونګې وایي، دا شمېرې د پاکستان د اقتصاد لپاره یوه لویه ننګونه په ګوته کوي. نور تفصیل د اسلام اباد څخه رابعه پیر وړاندی کوي:
نور کتل