دتجارت او سرمایه کارۍ دپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داؤد دیوه ټویټ د لارې اعلان کړی چې د شیانو خرڅولو او اخستلو تر ټولو لویې نړیوالې کمپنۍ ایمازون د پاکستان نوم خپل دشیانو خرڅونکو په نوم لړ کې اچولی دی.
دتیرو دوؤ میاشتو راهسې راپدیخوا په لومړې ځل د کرونا څخه د مړو شوؤ کسانو شمېره د ۵۰ څخه ښکته شوې ده خو د طبې پوهانو وینا ده چې ددې د مخنیوې د پاره دې پر احتیاطې هدایاتو عمل وکړل شي او ویکسین دې ولګول شي.
پاکستان پرېکړه کړې چې د کرونا وبا د درېیمې څپې سره د مقابلې په لړ کې به د افغانستان او ایران سره په خپلو سرحدونو باندې ځیني موقتې پابندۍ لګوي.
پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان لخوا دکرونا نه دځان ساتنې دسپارښتنو عملي کولو دپاره پوځ څخه له مرستې غوښتل کیدو ترڅنګ حکومت وایي که خلکو احتیاط ونکړو نو سخت سخت لاک ډاؤن به لګولی اؤ مهم ښارونه به تړلی شي.
د ټي اېل پي پلویانو د تېرو څو ورځو راهسې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې احتجاجونه کړي او په فرانس کې د پېغمبر اسلام خاکو د شایع کېدو په سر پاکستان نه د فرانس سفیر د وېستلو او د فرانس د مصنوعاتو د بایکاټ غوښتنه کوي
دبشري حقونو ډلو د وزیراعظم عمران خان له اړخه د جنسي تیریو په اړه بیان نامناسب،دحقیقت څخه لرې ،حساس او خطرناک بللی دهغه څخه یې غوښتنه کړې چې پخپل دغه بیان دقام نه بخښنه وغواړي .
د پاکستان د جرنلسټانو د یونین مشر افضل بټ ډیوه ته وایي مطبوعات د خلکو ستونزو رابرسیره کولو یوه وسیله ده او د دې په ذریعه د حکومت او ادارو پرکار نظر ساتل کیږي که چېرې په مطبوعاتو داسې بندیږونه ولګول شي نو دا څرګندوې چې هر هغه څه پټ وساتل شي چې په نیب کې دننه روان دي
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د سند دریاب د اوبو او په دې د ډېمونو د منصوبو په اړه د پاکستان او د هند خبرې د نهې، سه شنبې، په ورځ په نوي دلي کې شروع شوي چې په تېرو دریو کلونو کې د دواړو ملکونو ترمنځ لومړي مذاکرات دي
د پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز ګوند ترمنځ پټ اختلافات هغه وخت په ښکاره مخې ته راغلل کله چې پیپلز ګوند د اسمبلیو څخه د استعفا ورکولو څخه انکار وکړ او مسلم لیګ ن وویل چې نواز شریف به هېواد ته واپس نه راځي.
پاکستان کې د روان مالې کال په ۸ میاشتو کې بهرنۍ سرمایه کاري ۳۰ فیصده یعنې ۱.۳ اربه ډالره پورې را کښته شوې ده.
په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې حکومتي مامورینو د کرونا وایرس په ضد د احتیاط نه کونکو په ضد د عملیاتو تجویز شوی دی او وېل شوی که چېرې په احتیاطی هدایاتو تعمل ونه شو نو د سیل ګرې ځانګه به هم وتړل شي
په داسې حال کې چې د پاکستان سینیټ د ټاکنو ورسته د حکومت او مخالف ګوندو له خوا د سینیټ د چیئرمین د چوکۍ د پاره هلې ځلې شورو شوي دي، د دواړو اړخونو نه پر یو بل د تورونو لړۍ هم روانه ده.
د پاکستان د سینټ د ۴۸ څوکیو څخه پہ ۳۷ څوکیو د ټاکنو عمل سرته رسېدلی اؤ دا مهال دغو ټاکنو کې د ورکړل شوؤ رائیو شمیرنه روانه ده.
د فرانس د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د صدر عارف علوي پر نیوکو د احتجاج د پاره د پاکستان سفیر ر ابللی و او ویلې وو چې دغه قانون د ټولو مذهبونو تر منځ هیڅ توپیر نه کوي
دافغانستان دشمالي ائتلاف دپخواني مشر احمد شاه مسعود ورور او د مسعود فاؤنډیشن مشر احمد ولي مسعود دوحه کې کیدونکې بین الافغانې خبرې یوازې سیاسې خبرې بللي او وایي چې دغه خبرو کې د افغانستان ټولې نسلې ډلې برخه نه لري.
د ټویټر سمه ایزه مشره جارج سلاما چي د پارلیمانې کمیټې په غونډه کې د ویډویې لینک د لارې ګډون کړې و، دغه تورونه رد کړې او ویلی چې ټویټر د هر کس غږ رابرسیره کولو، دوې د آزادې او اقلیتونو غږ او د رای د څرګندونې ملاتړ کوي
د لږکیو یا اقلیتونو دتحفظ قانوني مسوده دپاکستان مسلم لیګ نواز ګوند دسینیټر جاوید عباسي له اړخه دسینیټ کمیټې ته وړاندې شوې وه چې پکې سپارښتنه شوې وه باید اقلیتونو ته په آزاد چاپیریال کې خپلو مقدسو ځایونو ته د تګ راتګ موقعې ورکړل شي.
نور کتل