د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چین د خپلې ملګرتیا چرګندونه وکړه او د نخښې په توګه یی پاکستان ته پنځه لکه وېکسین ورکړل. شاه محمود قرېشي زیاته کړه چې دواړو هیوادونو په ګډه هم پر یو وېکسین کار شروع کړی دی چې مثبتې نتیجې مخې ته په راتلو به یی د لګولو عمل شروع کړی شي
د خیبرپښتونخوا حکومت د اتوار/یکشنبې په ورځ اعلان کړی دی چې د فرورۍ میاشتې د درېیمې نېټې نه به د صوبې وزیراعلی د کرونا رنځ د وېکسین لګولو عمل په رسمي ډول پرانېسته کوي.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي په افغانستان کی د ترهګرۍ په ضد د امریکا په مشرۍ دجګړې برخه جوړیدل د پخوانیو واکمنانو لویه تېروتنه وه.
د امریکا نومول شوي دفاعي مشر جنرال لاییډ جی آسټن ویلي دجوبائیډن انتظامیه به پاکستان ته د افغانستان د سولې پروسه کې د یو مهم ملګري په توګه ګوري.
دمخالفو ګوندونو دایتلاف پاکستان ډیموکریټک مومنټ له اړخه د پاکستان د الیکشن کمیشن مخې ته نهې یا سه شنبې په ورځ احتجاج پیل کړل شوی ترڅو دټولټاکنو په کمیشن فشار راوړي چې واکمن ګوند تحریک انصاف سره بهر نه د شوؤ مرستو قضیه زر تر زره فیصله کړي.
دغه بل د ریپبلیکن پارټۍ قانون ساز اینډي بګس په داسې حال کي پېش کړی چې د صدر ډانلډ ټرمپ د څلورو کلو په واک کې د امرېکې او پاکستان تعلقات د کړکیچ ښکار وو
امریکا کانګرېس لاندېنۍ برخې هاوس آف ريپرېزنټېټو تېره ورځ يوه قانوني مسوده یا بل وړاندې کړی چې تر څو پاکستان د حقاني نېټ ورک د ترهګرو په ضد کوټلي پوځي عمليات نه وي کړي تر هغې دې د پاکستان نه دغېر ناټو مهم اتحادي حېثيت بېرته واخستل شي.
پاکستان د ملګرو ملتونو د څارنکارانو په ګاډي باندې د برید معامله په ملګرو ملتونو کې رابرسېره کړې او ویلي یې دي چې د برید مقصد د پاکستان په ضد د جعلي عملیاتو تیاري ښکاري.
پي ډي اېم اعلان کړی چې د حکومت په ضد د شپږو جلسو ورستو د جنوري په پای یا فروری په شورو کي اسلام آباد ته لانګ مارچ کوي او د پارلېمان د غړو استعفې به هم له ځانه سره وړي.
د پاکستان او هندوستان باسمتي وریژې دخپلې خوشبو او خوند له کبله سیمه کې خلک زیاتې خوښوي خو ددغه وریژو په نړیوال بازار کې د خرڅلاؤ لویه برخه تر لاسه کولو د پاره د دواړو ګاونډي هیوادونو تر منځ قانوني جنګ هم روان دی.
څېړونکي وایي دجوبائیډن په حکومت کې به هم د افغانستان په اړه د امریکا اوسنۍ تګلاره دوام ولري خو د کشمیر په اړه امکان دی چې امریکا د پاکستان د دریځ ملاتر ونه کړي.
نوي قواعدو کي ویل شوي چي ټوله نیزه رسنیو کمپنیو او د انټرنیټ سروس ورکولو ته د آن لانن مواد د څارني د پاره مناسب طریقه کار جوړول وي او صارف د دی څخه خبر کړې چی داسي مواد د اپلوډ کولو، ایډیټ کولو یا شریکولو څخه ډده وکړي چي د یوه کس سره تعلق لري یا صارف ته د دې اجازه نه وي
د افغانستان د ملي شورا وکیله ملاله اسحاقزۍ وایي تجاران د دواړو هیوادونو روابطو په ټنګولو کې خپل رول لوبولی شي- د دواړو هیوادو تجاران د ډیرو ستونزو سره مخامخ دي – د دغه ستنونزو د هیواری په ځانګړی توګه د ښځو تجارانو لپاره پکار دي چې ویزې آسانې کړی شي
د پاکستان او افغانستان تجارانو ویلي د دواړو هيوادونو د غلطو پالیسو له سببه په ورستیو کې د ګاونډي هیوادونو تر منځ تجارت ډېر راکم شوی او تجارت ته د ودې ورکولو دپاره به د بيانونو په ځای کوټلي ګامونه پورته کول وي.
پاکستان جمهوری تحریک د اکتوبر د شپاړلسمې نېټې نه د پنجاب د ګوجرنواله ښار نه د حکومت پرضد د احتجاج پېل کوولو اعلان کړی دی اؤ د حزب اختلاف دا ګوندونه وایې چې دا احتجاج به په لوی لاریون کې بدلیږي
د پاکستان د پالیسیو کورني او بهرني تنقید کوونکي وایي، په 1947م کال کې د پاکستان د خپلواکۍ راهیسې پر سیاستوالو، دانشورانو او کارمندانو د بدنامولو لپاره د غدارۍ د تورونو کارولو ازمایشي عمل روان دی
نور کتل