پرون ناوخته د پاکستان تحریک انصاف د مشرانو سره ليدو وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې مولانا فضل الرحمان ويلي، د جمهوریت او دستور بالادستۍ د پاره به هڅې جاري ساتي او کیدې شي، ګوند یې د حکومت پرضد جوړ تحریک (تحفظ ايين) نومې غټ حزب اختلاف برخه جوړ شي
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کال دوه زره درویشت، څلورویشت کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې په خیبر پښتونخوا کې رپورټ شوې دي په دې راپور کې دا هم راغلي چې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېره هم د ټول هېواد په پرتله دلته زیاته ده. تفصیل د اورنکزیب خان په راپور کې.
مطبوعاتي راپورونه وايي، د افغان طالبانو حکومت کندهار ته د پاکستان د یو پلاوي سفر، په پکتیا کې د ډرون بریدونو په غبرګون کې ځنډولی
د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر ویلي چې د مې د نهمې نېټې د پېښو له پلان جوړونکو سره به هېڅ ډول مذاکرات ونشي تر دې مخکې د پاکستان وزیر اعظم شهباز شریف هم ویلي و چې تېر کال د مې د نهمې نېټې له تشدده ډکو پېښو مقصد په پوځ کې تقسیم پیدا کول وو او ددې پېښو ذمه وارو ته به بخښنه و نه شي.
د پاکستان پوځ یو ځل بیا په خپله خاوره کې د زیاتېدونکې ترهګرۍ تور په افغانستان پورې کړی خو افغان طالبانو په وار وار دا تورونه په کلکه رد کړي پوځ دا ادعا هم کوي چې د ترهګرو پرضد هره ورځ په سلګونو عملیات کېږي خو څېړونکي وايي، که په دومره شمېر عملیات کېږي نو پایلې یې ولې نه ښکاري؟
د ایران ولسمشر د پاکستان له وزیر اعظم سره په لیدنه کې د ترهګرۍ پرضد ګډو هڅو، دوه اړخیزو اړیکو او د اسرایلو د روانې جګړې په اړه خبرې کړي دا لیدنه په داسې وخت کې شوې چې خپله د ایران او پاکستان ترمنځ هم د یو او بل پرضد د ترهګرو لخوا د ځمکو د کارونو تورونه لګول کېږي.
څېړونکي وايي دامن نه بغیر چین او سعودي عرب ترڅنګ د نورو هیودانو لپاره به هم په پاکستان کې سرمایه کاري ګرانه وي. پاکستان د ډېر وخت نه دلته د زیاتېدونکې ترهګرۍ تور په افغانستان لګوي خو د افغان طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي د افغانستان خاوره د بل یو هیواد په ضد کارېدو ته نه پریږدي.
پاکستان د هند د دفاع وزیر هغو څرګندونو ته چې دوی به په پاکستان کې هم ترهګر په نخښه کوي ویلي، پاکستان د خپلې خپلواکۍ د ساتلو بشپړه وړتیا لري د هند دفاع وزیر ویلي و چې څوک په هند کې ترهګریز بریدونه کوي او بیا پاکستان ته تښتي نو دوی به یې په پاکستان کې هم په نخښه کوي.
راپور: پاکستان کې سږ کال په ترهګریزو پېښو کې ۴۳۰ تنه وژل شوي، زیاتره بریدونه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې شوي
د پاکستان لخوا په اتلسم مارچ د افغانستان دننه بمبارۍ وروسته اسلام اباد ویلي دي د افغانستان د خودمختارۍ احترام کوي اؤ بریدونه یې د ترهګرو په پټ ځایونو کړي
د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې پولیسو هغه ښځه له یو شمېر قهر جنو خلکو نه ساتلې په چا چې دا تور لګول شوی و چې په جامو يې د قران ټکي لیکل شوي پولیسو په دغې ښځې باندې لګول شوی تور دروغ بللی خو دغې ښځې په یوې ویډیو کې له پولیسو او ځايي عالمانو ته بخښنه هم غوښتې ده.
پاکستان پیلز ګوند او پاکستان مسلم لیګ د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هغه دعوه رد کړې چې ګنې د پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورې تحریک تر شا د پوځ او استخباراتو لاس و. پیپلز ګوند وایې د بې باورې تحریک له کامیابۍ وروسته تر ټولو زیاتې ګټې مولانا فضل الرحمان پورته کړې دي.
نور کتل