یوې امریکايي ادارې په پاکستان کې په اتم فرورې کېدونکو انتخاباتو د پاره ترهګري اؤ په سیاست کې د پوځ مداخله لویې مسلې بللي آرمډ کنفلکټ ېوکیشن اینډ ایونټ ډيټا پراجیکټ نومي امریکايي ادارې ویلي، د ترهګرۍ او د پوځ د مداخلت په سبب به د انتخاباتو په نتیجو پوښتنې راپورته کېږي.
د پاکستان په برني اېوان سېنېټ کې د انتخاباتو ځنډولو دپاره درېم قرارداد جمع کړی شوی دی. خو د پاکستان د نګران حکومت د اطلاعاتو وزير مرتضا سولنګي وايي، انتخابات به په ټاکلې نېټه اتمه فرورۍ کې کيږي. تفصیل د اورنکزېب خان په راپور کې.
د نېټ بلاکس مشر ای اېف پي خبري ادارې ته ویلي په دغه طریقه د یو سیاسي ګوند د هلو ځلو مخنیوي دپاره د انټرنېټ د تړل کېدو مثال نه موندل کېږي او د دې نه وړاندې یوازې وینزویلا داسې هیواد و چې د سیاسي مخالفینو مخه نیولو د پاره یې دا کار کړی و
جنرال عاصم منیر د امریکې سفر په داسې حال کوي چې په نیزدې ورځو کې د امریکې د خارجه محکمې درې اعلا چارواکو د پاکستان سفرونه وکړل اؤ رپورټونه وايې پاکستان ته د سفر په مهال امریکايي چارواکو د خپلو پاکستاني هم منصبانو سره د افغانستان او په نورو اړونده موضوعاتو خبرې وکړې
د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير ويلي په غیر قانوني توګه اوسیدونکي بهر ملکیان د پاکستان امنیت ته خطره ده او د دې سره یې ملکی اقتصاد ته هم زیان رسېدلی
څېړونکي: داسې نه ښکاري چې پاکستان دې له امریکايي چارواکو سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ویستلو له پرېکړې په شا شي
انوار الحق کاکړ، د بې درکه بلوڅو زده کونکو په مقدمه کې عدالت ته له تللو انکار کړی، پوهان وايي، عدالت کولای شي سزا ورکړي
د اسلام اباد هاى کورټ جج جسټس محسن اختر کياني وېنا وه چې د بلوچ طالب علمانو د کمېشن د سپارښتنو ترمخه 55 لا درکه بلوچ زده کونکي دې عدالت ته پېش کړي شي ګني بيا دې نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ پېش شي. جج وویل حکومت ته اووه ورځې وخت ورکوي او باید چې د کمېشن په سپارښتنو عمل وشي
د طالبانو د کورنيو چارو وزیر سراج الدين حقاني څلور ورځې وړاندې د پاکستان نه د افغان کډوالو بيرته ستنولو په غبرګون کې ويلي وو،"د پاکستان اوسنۍ پرېکړه، د 40 کالو د خدمتونو او ښېګړو وروسته دې په داسې طريقه د مهاجرينو ويستل د ټولو نړيوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف" دي
پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز يا پکس] ويلي، د اګست د میاشتې په مقابله کې په ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې رپوټ شوي خو مرګ ژوبلې پکې زياتې شوي دي.
راپور: په پاکستان کې په سپټمبر میاشت کې د اګسټ په پرتله د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو مرګ ژوبله زیاته شوې په پاکستان کې په ترهګرې نظر ساتونکې یوې غیر دولتي څیړنیزې ادارې ویلي سږ کال په لومړیو نهو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ترهګرۍ ۴۸۹ پېښې رپورټ شوي چې ۷۶۳ کسان پکې وژل شوي.
نور کتل