د غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پيکس] د رپورټ ترمخه تېر د ستمبر په میاشت کې پاکستان کې ترهګرو پېښو کې کمی راغلی خو بيا هم چې تېره میاشت 77 حملې شوي، په هغو کې تر ټولو زياتې خېبرپښتونخوا صوبه کې شوي دي.
د بلوڅانو د ملتپال نېشنل ګوند مشر سردار اختر مېنګل له پارلېمانه استعفا ورکړې او دا ښيي چې په بلوچستان کې سیاسي مشران د ولس د مشکلاتو او هلته د پاکستان د پوځ د زیاتېدونکي رول په وړاندې استازیتوب کولی نه شي. ښاغلي مېنګل هم د استعفا وجه خپله بېوسي ښودلې ده. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
د عزم استحکام عملياتو د اعلان وروسته چې دغو عملياتو ته سخت غبرګون وویل شو، وروسته بيا پوځ د عزم استحکام عملياتو په اړه سپيناوی کړی چې، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي
د پاکستان پارلیمان نه منظور شوي الیکشن قانون ترمیمي مسوده باندې د صدر آصف علي زرداري دستخط نه پس دا اوس یو قانون جوړ شوی، خو تحریک انصاف ددې بِل مخالفت کړی. څېړونکي وایي د حکومت د دې قانون سازۍ نه پس د ادارو تر منځ به اختلافات نور زیات شي. نور حال د اورنګزیب خان په رپورټ کې:
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ويلي که پوځ ثابته کړي چې په نهم می شوو د تشدد نه ډکو مظاهرو کې د تحریک انصاف مشران په پوځي مرکزونو په بریدونو کې ککړ وو نو د پوځ نه مشروط معافي غوښتو ته تیار دی. وړاندې هم عمران خان پوځ سره د مذاکراتو وړاندیز کړی وو. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
په پښتونخوا کې په ترهګر بریدونو کې د پاکستاني پوځیانو په وژنه د امریکې دفاع وزارت افسوس څرګند کړی او وایي د ترهګرۍ پرضد به امریکا د پاکستان سره مرستې دوامداره ساتي. وړمه ورځ بنو او ډېره اسماعیل خان کې د 10 پوځیانو په ګډون 28 تنه وژل شوي چې ترهګر هم شامل پکې شامل دي. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
د رپورټ ترمخه خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ او ناامنۍ څخه تر ټولو اغېزمنې پاتې شوي، 87 بريدونه او امنيتي ځواکونو عمليات هم په دغو صوبو کې شوي او 92 فيصده مرګ ژوبلې هم په دغو صوبو کې اوښتي دي
چین پاکستان ته ویلي د سرمایه کارۍ د پاره به داخلي امنیت ښه کوي، د چین له دې بیانه پس قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر عمر ایوب ویلي، د استخباراتي ادارو خصوصاً د آي اېس آي بجټ نه دې پارلیمان خبر کړی شي چې د ترهګرو پرضد او که د خلکو د آوازونو غلي کولو د پاره استمالیږي. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
شهباز شریف له مشر بلاول بټو سره لیدلي او رپوټونه وايي د ملاقات مقصد د حکومت په وړاندې کړل شوي وفاقي بجټ د اتحادي پاکستان پیپلز پارټۍ تحفظات لرې کول وو. څیړونکي وایي د بجټ د منظورۍ نه وړاندې په دې بجټ د تنقید مقصد سیاسي ګټې ترلاسه کول دي. تفصیل د اورنګزېب خان په رپوټ کې:
څېړونکي: پاکستان دې د ترهګرۍ خلاف خپلې تګلارې ته بیا کتنه وکړي
تحریک طالبان پاکستان ویلي تېره میاشت یې د پاکستان په امنیتي ځواکونو 98 بریدونه کړي چې په کې 103 پوځيان، 65 پولیس اؤ د سي ټي ډي مامورین، 38 د ایف سي عسکر اؤ 8 استخباراتي اؤ د امن کمیټیو غړي وژل شوي دي
پاکستان کې د اپرېل په پرتله په مې میاشت کې ترهګري ۱۲ فیصده زیاته شوې پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکورټي سټديز ادارې (پکس) په یو راپور کې ویلي، په پاکستان کې په مې میاشت کې د ترهګرۍ ۸۶ پېښې شوي او د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۸۲ ترهګر وژل شوي. تفصیل د اورنګزېب خان په راپور کې.
پاکستان وایي له افغانستان سره د ښو اړیکو هیله لري خو تور لګوي چې لاقانونه تحریک طالبان د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي چې افغان طالبان یې ردوي پاکستان وايي، له افغان حکومت څخه یې غوښتنه کړې ده چې د تحریک طالبان مشران دې پاکستان ته وسپاري.
نور کتل