د اطلاعاتو وزیر فواد چودهري وي او ای ډیوه ته وویل چې تر د ٨٠٠ پورې د تحریک د سر مشران نیول شوې دي. هغه وویل نیول شویو تنان خلاف به د قانون سره سم چلند کولی شي
عمران خان په کوالالمپور کې یوې غونډې په وینا کې دعوه کړې چې مخالف گوندونه د ده د حکومت نسکورولو لپاره هڅې کوي. د پاکستان ځینو مطبوعاتو د عمران خان له خولې لیکي چې وايي مخالف گوندونه یې مخالفت ځکه کوي چې هغوي په بډو رشوتونو تورن دي
مرکزي حکومت تور لګوي چې د سیند او بلوچستان اوبه پنجاب ته ورکړل شوې دي.
پاکستان کښي اوس هم مېرمنو سره دا حق شته چي د خاوند نه د عدالت په زریعه طلاق واخلي چي ورته خلع ویل کيږي. د خلع وروسته به مېرمېن بيا د حق مهرشرعي حق او د خاوند لخوا ورکړی کیدونکي خرڅې نه په شا کیږي
د غونډې ورسته خبرلایانو سره خبرو کې د پاکستان پیپلزپارټۍ شیري رحمان یو وارې بیا د جولايي په ٢٥ مه نیټه شوو انتاباتو کې د درغلۍ الزامات تکرار کړل او وې ویل "مونږ د ټگۍ ځپلې انتخابات نه منوو."
په پاکستان کې د یو نوي قانون په زور به اوس هغه ټولې توندروه ډلې په دې هېواد کې نه چندې غونډولای شي او نه به بېنکي حساب کتاب پرانیستلای شي، چې ملګرو ملتونو (م.م) ترهګرې ګرځولې دي.
د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل ټيم به يو څو ورځو کښي پاکستان سفر کوي او ددې مقصد دا کتل دې چي پاکستان دهغه تنظيمونو او کسانو پرضد څومره عملي اقدامات کړي دي چي ورباندې ملگرو ملتونو بنديز لگولي دي
د راېټرز خبري ادارې یو رپورټ تر مخه جماعت الدعوه تنظیم په پاکستان کښي ٣٠٠ مدرسې او سکولونه لري. دغه تنظیم د یو شمیر هسپتالونو چلوي او نژدې ۵۰۰ تنه بې پېسو د جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډيشن سره کار کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر دغه ادعا پداسې حال کې کوي چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کې یوه پوځي مرکز ته څېرمه ووژل شو.
دپاکستان پایه تخت اسلام اباد څخه یو ځل بیا دیو خبریال د تښتول کیدو هڅه شنډه شوې ده ، دخبریالانو دحقونو دپاره کارکوونکي سازمانونه وایي پاکستان کې د رائیو په سرڅرګندونو دقدغنونو هڅې روانې دي.
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي خواجه اصف یو شخصي ټي وي سره په خبرو کې ویلي دي چې په پاکستان تر ټولو لویې تور همدا دی چې دلته دحقاني ترهګره شبکه موجود ده اؤ پاکستان دا تورونه په بشپړ ډول نه ردوي .
دپاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشریف ویلي یې دي پاکستان کې محکمه دخلکو په رائیو ټاکل شوی وزیراعظم خو دحکومت نه لرې کوي ولې داسې محکمه نه شته چې د پوځي امرانو په ضد هم پریکړې واوروي .
پخوانی وزيراعظم د احتساب ادارې يا نېب له خوا د جوړو شويو مقدمو په لړ کې احتساب عدالت ته وړاندې شوی او وروسته یې له مېډيا سره د خبرو په وخت ويلي دي، چې د قاضيانو د بحالۍ لپاره دوی تحريک پيل کړی
د عمران خان خلاف په کال ٢٠١٤ کې د لوې لاريون په وخت په پارليمنټ او د سرکاري ټيلي ويژن په ودانې د بريدونو او د پوليسو په افسر د تشدد مقدمي درج دي
په خېبر پښتونخوا صوبه کې د واکمن گوند تحريک انصاف مشرانو مرکزي حکومت ته گواښ کړی دی که فاټا یې په یوه اونۍ کې د خېبر پښتونخوا سره د یو ځای کولو اعلان او نه کړو نو بیا دې ځان احتجاج ته تیار کړي .
احسن اقبال وویل د دوي سره معلومات دي چې ځېنې احتجاج کوونکي د تشدد لاره خپلول غواړي چې وروستو يې د خپلو سیاسي ګټو لپاره استعمال کړي. نوموړي وویل ددغه مذهبي ډلې په صفونوکې داسې خلک شته دی چې اړی ګړی او تشدد پیدا کول غواړي
نور کتل