د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې ځایي عدالت هغه ١١ نيولې شوي چينایي وګړي د دوو ورځو په جسماني ريمانډ د پليټنو مرکزي اداې ايف ایي ای ته سپارلي په چا چې د جعلي ودونو په پلمه د پاکستاني جينکو چين ته د جنسي کاروبارلپاره د قاچاق کولو تورونه دي .
ځايي مطبوعات د اېف اي اې په حواله وايي د لاهور جوهر ټاون څخه نيولې شویو چينايانو به ځانونه مسلمانان ښکاره کول او په دې طریقه به یې د پاکستاني جينکو سره ودونه کول
ايشين ريويو ليکي چې د پاکستاني ښځو چيناي سړو ته د ودونو دې ښکاره شوې بدنامۍ د اسلام اباد او بيجنګ اړيکې په داسې حال کې د سخت ازميښت سره مخامخ کړي چې په پاکستان کې د پاک چين اقتصادي پروژې په اړه منفي غبرګون راروان دی
د بشري حقونو نړيوال تنظيم هيومن رايټس واچ ويلي پاکستان له چين ته د ښځو او جينکو په قاچاق کېدو بوږنېدل پکار دي. کوم ډول تورونه چې د اسياد پينځه نورو هېوادونوسره يو شان والی لري چې چين ته ترې ناویانې قاچاق کيږي.
د پاکستان او افغانستان ترمينځ په ورستیو کې د سفارتي کړکيچ له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت مالیت یو ارب ډالر ته غورځېدلی دی او تاجران وايي دا مهال د دواړو ملکونو ترمنځ د تجارت د ښه کولو په اړه خبرې هم ټپه ولاړې دي
یاسر سلطان په اسلام اباد کې ټېکسي چلوي وايي په تېر یو نیم کال کې د پېټرولو نرخونو زیاتو له امله یې امدن نیم په نیمه کم شوی دی. هغه وویل عمران خان خو ملک نه د غربت د ختمولو خبرې کولې خو اوس "هغه غریبانان ختموي."
د سپريم کورټ مشر قاضي د ترهګرې د تعريف د سپيناوي دپاره د اووه کسيزه بينچ د جوړښت دا پريکړه د شورو په ورځ د يوې فوجداري مقدمې د اورونې پرمهال کړې
په پاکستان کې يو لور ته د ترهګرۍ ضد قامي تګلارې لاندې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو غړي نيول پېل شوي او بل لور ته بیا د دغو ډلو په قامي بهير کې راوستو دپاره بحث هم روان دی.
ښکاره دې وي چې په پآکستان کې د ميشت افغان کډولو د بيرته ستنيدو عمل د تېر کال د ډسمبر د لمړۍ نيټې څخه د سږ کال د فرورې د ٢٨ نيټې پورې د يخ موسم له امله ځنډول شوی و
د پاکستان د پوځي کمانډرانو، د کور کمانډرانو، په غنډه کې په افغانستان کې د امن په عمل د اطمینان څرګندونه په داسې وخت مخې ته راغلې چې په ورستیو ورځو کې د امريکې او د طالب استازو ترمنځ دوحه کې شویو خبرو کې يو څه پرمختګ ښودل شوی دی
د نوي پالیسۍ ترمخه سږ کال به د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو خلکو د حج خرڅ ۴۳۶۰۰۰ روپې وي کوم چې د تیر کال په پرتله یو نیم لک روپۍ سېوا دی.
نور کتل