لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جماعت الدعوه کالعدم ډلې مرستیال امیر مولانا عبدالرحمن مکي په پنجاب کې ونیول شو


د پاکستان د پنجاب صوبې امنيتي چارواکو د لا قانونه مذهبي تندروه تنظيم جماعت الدعوه د مشر حافظ سعيد اوښې او د دغه تنظيم مرستيال امير مولانا عبدالرحمن مکي نيولی دی.

ځایي مطبوعات د کورنیو چارو د وزارت د سرچينو له قوله وایي، عبدالرحمن مکي د پنجاب صوبې د ګوجرانواله څخه د راپاروونکي تقريرونو او امن ته د خطر په تور کې نيول شوی دی.

عبدالرحمن مکي د جماعت الدعوه مرستيال امير و او د تنظيم سياسي او نړيوالې چارې به یې هم څارلې.

د لا قانونه جماعت الدعوه د نايب امير دا ګرفتاري په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د چين ښار ګوانګ کې د مني لاندرنګ یا د ناقانونه پیسو سپینولو او د ترهګرو د مالي مرستو په لړ کې د پاکستان د پورته کړاې شویو ګامونو د جاج اخیستو دپاره د اېف اې ټي اېف غونډه روانه ده او په دې غونډه کې شريک د پاکستان پلاوی به اېف اې ټي اېف ته د پورته کړای شویو ګامونو خبر ورکوي.

څيړونکي وایي، په ليدو کې راغلي چې کله د اېف اې ټي اېف غونډه کيږي او يا کوم نړيوال فشار راځي، نو پاکستان په عمومي ډول د لاقانونه جماعت الدعوه پرضد داسې عمليات کوي.

ښکاره دې وي چې د امريکا حکومت کال ٢٠١٢ کې د عبدالرحمن د نيولو دپاره ٢ ميلینه ډالره انعام هم اعلان کړې وو.

مطبوعات د امنيتي چارواکو له قوله وایي چې مکي به د مني لانډرنګ (د ناقانونه پیسو سپینولو) او د ترهګرو د مالي مرستو په اړه هم د پاکستان په ګامونو سخت ټکونه کول.

امریکا د عبدالرحمن مکي پر سر دوه میلینه ډالره انعام ایښی دی
امریکا د عبدالرحمن مکي پر سر دوه میلینه ډالره انعام ایښی دی

د لاقانونه ډلو په تاريخ نظر لرونکي خبريال قلب علي ډيوه ته وایي پدې کې شک نشته چې مکي د جماعت الدعوه د سر په مشرانو کې يو وو .

قلب علي زياتوي چې ښاغلی عبدالرحمن مکي د دفاع پاکستان په هلوځلو کې هم يو متحرک کردار لوبلو.

سږ کال په جنوري کې د پاکستان په لوړپوړو پوځي او سياسي مشرانو گډې د قامي سلامتيا کميټې هم په جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاونډيشن سردوباره بنديز لګولې وو او له هغې يوه مياشت وروسته حکومت د هغو ډلو د بينکي کهاتو او شتمنیو د تړلو امر کړې وو کومې چې د اقوام متحده د امنيتي شورا لخوا بندې کړای شوې وې، او بيا یې په ګرد هېواد کې ددغو تنظيمونو د څار لاندې ١٨٢ مدرسې او د ١٠٠ څخه زيات فعالين نيولې وو. د پنجاب حکومت په دې ترڅ کې د دواړو ډلو د لاهور مرکزي دفتر هم په خپله ولکه کې اخیستی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG