د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومتي وزير ۱۸م ائيني بدلون ته د بيا کتنې خبرې ته مخالفه سياسي ګوندونو سخت غبرګون ويلی چې که دا ائيني بدلون وچېړل شو دا به د پاکستان د وفاق دپاره خطرناک وي.
د محسن ابدالي ورور عمر خان وي او ای ډیوه وویل سحر درې نيمې بجې د هغوی د کور ور وټکول شو او کله چې یې پلار دروازه خلاصه کړه نو مخ پټ نامعلوم تنانو چې په لاسونو کې وسلې وې کور ته دننه شول او د محسن ابدالي پوښتنه یې وکړه
د "زندگي تماشه" هداتیکار عرفان علي کهوسټ د لاهور یو عدالت ته ویلي چې د فلم مقصد د ټولنې نرم اړخ ښودل، د خلکو د ذهنونو نه فشار لېرې کول او په خلکو کې مثبتو روییو ته وده ورکول دي خو مخالفین وايي په فلم کې د دوو مرکزي مذهبي کردارونو سپکاوی شوی دی
اسلامي نظرياتي کونسل په پاکستان کۍ د ماشومانو پرضد د مخ په زياتي جنسي پيښو د مخنیوي دپاره په ګرد هېواد کې د ځانګړو عدالتونو او پولیس تاڼو د جوړولو سپارښتنه کړې او دا ېې هم په ډاګه کړې چې په جبري ډول څوک مذهب بدلولو ته اړکول د اسلام او ملکي ائین په ضد عمل دی.
د کورنیو چارو وزارت په خواست کې دریځ خپل کړی چې د غدارې په مقدمه کې شريک ملزمان په باِضابطه توګه په قانوني کاروايې کې نه دي شامل کړی شوي او وايي د مشرف سره باید د قانون سر سم چلند وشي
د کډوالو دپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي روان کال د پاکستان نه خواوشا پينځه نیم زره افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي او دا عمل چې د کال ۲۰۰۲ نه پېل شوی تراوسه پورې پکې ۴۴ کډوال بيرته افغانستان ته تللي دي.
د زیارت په ورځ د پاکستان دحکومت لخوا د قامي اسمبلۍ څخه په یو ساعت کې دننه د نهو قانونو او ١١ قانوني مسودو د منظورۍ پر ضد نن د جمعې په ورځ هم مخالفو ډلو سخت احتجاج کړی او داېې دپارليمان دپاره يو بد شګون بللی.
د جمیعت علما اسلام د مشر په خبري غونډو د بندیز په اړه د یو شمېر شخصي ټېلې وژنونو اېډیټرانو د نومونو نه څرگندولو په شرط وي او ای ډیوه ته وویل چې پېمرا ورته د وټس اېپ دلارې پیغامونه ور ولیږل چې د مولانا فضل الرحمان خبرې به نه نشر کوي او بیا ورته د پېمرا نه په ټېلې فونونو هم دغه پېغام ورکړی شو
د اقتصادي چارو خبريال او څيړنکار شهباز رانا وايي هغه نه ګڼي چې د پاکستان نوم به د خړ نوملړ نه وښکل شي او ښکاري داسې چې نوم به یې د لا نورو ٦- ٨ مياشتو پورې په خړ فهرست کې پاتې وي.
صوبايي حکومتونو د اقتصادي مرکزونو دپاره نهه ځايونه ټاکلې دي چې پکې په خيبر پښتونخوا کې رشکۍ، په پنجاب کې د فيصل اباد علامه اقبال صنعتي ښار او د سند ټهټه کې دهابيجي شامل دي
په پاکستان کې دا وخت د ډينګي په تبه د اخته ناروغانو شمېره د لس زرو څخه اوختې ده او د صحت د محکمې چارواکي وايي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په پنجاب کې د ډينګي په تبه اخته نور پينځه کسان مړه شوي دي د کوم سره چې په صوبه کې د مړو شمېره ١٢ ته رسيدلې ده .
نور کتل