لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او چین دواړو د سي پېک په اړه د واشنگټن څرگندونې رد کړې


عکس په پاکستان کې د چین د سفارت له ټویټر څخه
عکس په پاکستان کې د چین د سفارت له ټویټر څخه

د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشی د پاکستان او چین ترمنځ د سی پیک په منصوبه د امریکې اندېښنې رد کړي او ویلي یې دي چې سي پېک د لوبې اړولو او د پاکستان د اقتصادي ترقۍ یوه منصوبه ده، او که امریکا غواړي، نو د سي پېک لاندې د ځانگړي اقتصادي زون په جوړښت کې شامېلېدی شي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ د پنجاب صوبې په سویلي ښار ملتان کې، میډیا سره د خبرو په ترڅ کې، د پاکستان د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي وینا وه چې د سي پېک په حقله، د جنوبي ایشیا دپاره د امریکې د ځانگړې استازې اېلېس وېلز له دریځ سره اتفاق نه لري.

قریشي وویل: "مونږ نه گڼو چې د سي پېک قرضې به د پاکستان د قرضو پیټی لا نور سېوا کړي. د سي پېک منصوبه به جاري وي، او پاکستان دا لا نوره هم غځولې ده، او مونږ گڼو چې دا پروجه د پاکستان د اقتصادي ترقۍ دپاره اړینه ده. او دا د لوبې د اړولو یوه منصوبه ده. مونږ دا هم غواړو چې د سي پېک لاندې، په خصوصي اقتصادي زون کې که امریکا یا کوم بل هېواد پانگه اچول غواړي، نو د هغې په لاره کې به هېڅ خنډان نه وي."

د سویلي ایشیا دپاره د امریکا ځانگړې استازې اېلېس وېلز د تېر زیارت/پنجشنبې په ورځ پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې د چین او پاکستان ترمنځ د اقتصادي لارې، سي پېک، جوړېدو سره به چین ته گټه ورسیږي، خو پاکستان د دې منصوبې له کبله، له اوږدې مودې زیان موندلی شي.

د سویلي ایشیا دپاره د امریکا د خارجه وزارت استازې
د سویلي ایشیا دپاره د امریکا د خارجه وزارت استازې

پرون د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر اسد عمر هم په کراچۍ کې د اېلېس وېلز دغه بیان ته خپل غبرگون ښکاره کړی و او ویلي یې و چې پاکستان به د چین د دوستۍ څخه په شا نشي خو د چین او امریکا ترمنځ د څه قسمه کشمکش برخه به هم نه جوړیږي.

اسد عمر وویل چې "که چین په پاکستان کې سرمایه کاري کوي، نو دا په دې معنا نده چې گني مونږ د امریکې خلاف شوو. مونږ د نړۍ له ټولو ملکونو سره ښې اړیکې لرل غواړو."

ښکاره دې وي چې تېره ورځ په پاکستان کې د چین سفیر، یاو جېنگ هم د اېلېس وېلز دغو څرگندونو ته سخت عکس العمل ښودلی و، او ویلي یې و چې مېرمن وېلز کره علم نه لري او د سي پېک په اړه د هغې خبرې، د هغه په قول، "د غربي میډیا پر پروپگېنډا بنیاد لري".

د راپورونو ترمخه، په تېرو پنځو کلونو کې، چین په پاکستان کې د سړکونو، بندرونو، او د بیجلۍ د گرېډ سټېشنونو په بیا نوي کولو کې، شاوخوا شل اربه ډالره لگولي دي او د کال ٢٠٣٠ پورې به د سي پېک لاندې په پاکستان کې د چین سرمایه کاري، ٦٠ اربه ډالره ته ورسیږي.

امریکا او نور ناقدین د چین د بیلټ اېنډ روټ د منصوبې لاندې پروگرامونه، د پاکستان په ډول هېوادونو دپاره د قرضو یو جال بلي او وایي چې په اقتصادي مشکلاتو کې گیر پاکستان به، د چین د قرضو بېرته ادا کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ کیږي. خو په اسلام آباد کې د چین سفیر دغه تشویش رد کړی او ویلي یې دي چې د واشنگټن او آی اېم اېف برعکس، چین په سیاسي بنیادونو چا ته قرضې نه ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG