خېبرپښتونخوا کې تېر کال د ترهګرۍ 111 پېښې رپورټ شوې چې پکې 169 کسان وژل شوې دی. رپورټ کې ويل شوي چې کال 2020 کې په پاکستان کې ټولې 146 حملې شوې وې چې 220 کسان وژل شوي وو. رپورټ زياتوي کال 2021 کې د ترهګرۍ د حملو لکبله د هېواد د امنیتي ادارو، پوځ، اېف سى او لېوز په ګډون 177 اهلکار وژل شوې وو
پاکستان کې غېر دولتي څېړنېز ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ویلي تېر کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصدي اضافه شوې چې پکې 853 کسان مړه شوي دي.
پاکستان او هندوستان د خپل منځي تاؤتریخوالي باوجود دنوي کال په وړومبۍ ورځ د يوبل سره د خپلو جوهري شتمنو د فهرستونو تبادله کړې ده.
د پاکستان د خزانې وزارت د نوي کال په پېل کې اټکل کړی چې د مالي کال 2022م په لمړیو شپږو میاشتو کې به دهېواد د اقتصادي ودې کچه 5 فيصدي ته ورسىږي.
پاکستان کې د خلکو په جبر د لادرکه تنانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ډیفنس اف هيومن رايټس په خپل کليز رپورټ کې ویلي چې سږ کال په زور لادرکه کړی شوؤ کسانو کې 500 تنان پرېښودل شوي خو 1357 کسان لا هم لادرکه دي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو د پاکستان دحکومت لخوا د هېواد د لمړۍ سلامتي تګلارې هرکلی کړی چې پکې د جيو سټراټيجکي ضرورتونو په پرتله جيو اقتصاد ته لومړيتوب ورکړی شوی دی.
دپاکستان دکورنیو چارو وزیر شیخ رشيد احمد د لاقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان سره دغیرمستقیلو تماسونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان غواړي افغانستان سره په شريکه پوله د ازغن تار لګولو کار په دوه اړخیزه توګه دخپل مينځي اشتراک دلارې بشپړ شي.
دطالبانو دحکومت دپوځي مشر قاري فصیح الدین بدخشاني اخطار کړی چې دوئ ښه ګاونډیتوب ته ژمن دي خو که چا یې په خاوره تیری وکړو نو غلي به نه پاتې کیږي.
که څه هم سعودي عرب د اتيايم په لسيزه کې په اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان کې جهادي کلتور ته په ودې ورکولو او وهابي فکر خورولو کې يو چټک کردار لوبولی ؤ خو اوس سعودي عرب په کور دننه داسې اصلاحات پېل کړي چې ددغه هېواد مذهبي شناخت په يوه ازاده ټولنه بدل کړي.
دنړۍ بیلابیل هیوادونه ،طالبان اؤ څېړونکي دملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري افغانستان سره دعالمى ورورلۍ د بشري مرستو په اړه دپریکړه لیک یا قرارداد منظورولو هرکلی کوي خو څېړونکي وایي اوس به طالبانو ته هم نړۍ سره خپلې ژمنې سرته رسول وي.
د امریکا دخارجه محکمې يو چارواکي ویلي چې امریکا به په افغانستان دطالبانو له قبضې وروسته هلته د بشري مرستو اجازت ورکولو لپاره په کابل لګېدلو بندیزونو کې دنرمښت څخه کار اخلي.
دصحافيانو دحقونو دڅار نړیوال تنظیم رپورټرز ود اوټ بارډرز یا "بې پولې خبریالان"پخپل وروستي راپور کې وایي چې پاکستان کې په دې ورستو کې وژل شوؤ دريوؤ صحافيانو کې د دوؤ خبريالانو تعلق د غېر روايتي مېډيا سره ؤ او دا وژنې په دغه هېواد کې يو نوی رجحان په ګوته کوي.
څېړونکي وايي که څه هم پاکستان د لاقانونه تندروه مذهبي ډلې لشکر طیبه د مشرانو پرضد د نړیوال فشار لاندې ګامونه پورته کړي خو دا دنړۍ په سترګو کې خاورې اچولو يوه هڅه ده.
څېړونکي وايي پاکستان دامریکا سره په تعلقاتو لرلو کې ډېرې لارې نه لري او دا چې امريکا دپاکستان څخه اقتصادي مفادات نه لري خو پاکستان د امریکا نه د تجارت د لارې داسې ګټې پورته کوي کومې چې چين څخه په تجارت کې نه شي ترلاسه کولی.
د پاکستان لپاره د امریکا نومول شوي سفير ډونلډ بلوم د امریکا د سینیټ دخارجه چارو کمېټۍ ته ویلي چي د سفير په توګه به هغه په پاکستان دترهګر ډلو القاعده، داعش، تحريک طالبان پاکستان،جېش محمد او لشکر طیبه پرضد دغوڅو عملیاتو دپاره زور راوړي.
دجاپان حکومت د پوليو وایروس ختمولو لپاره پاکستان ته د پولیو ویکسین د اخستو په موخه د43 لکو او 50 زرو ډالرو دمرستې منظوري ورکړې ده.
پاکستان کې ملت پاله سياستمدارانو اؤ دپښتنو د حقوقو مبارزينو له قانون پرته په جبر دخلکو لادرکه کولو کې د ککړو چارواکو سره د حساب کولو او د هغوئ د ذمه وار ګرځولو غوښتنې کړي.
په داسې حال کې چې د امريکا او روسيې ترمنځ د يوکراین په اوسنۍ کشاله تاؤ تريخوالی سېوا شوی اؤ پاکستان لا په رسمي ډول په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو څېړونکي وايي باید چې پاکستان د دوؤ لويو هېوادونو ترمنځ روانه شخړه کې بې پلوه پاتې شي.
ددې قانون لاندې د صحافيانو لپاره لازم ګرځول شوي چې داسې مواد به نه خپروي چې هغه دروغ او ناسم وي اؤ دغه خبریال پرې اګاهي هم لري او که چېرې يو صحافي په داسې کولو کې ناکامه شي نو د هغه پرضد به مقدمه چلول کېږي.
نور کتل