څېړونکي وايي د سعودي عرب لخوا پاکستان ته د غیر ملکي ذخاېرو کې د اضافې لپاره ورکړې کېدونکې د دريوؤ بيلينه ډالرو قرضه د سختو شرطونو سره تړل شوې ده چې ښيي د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ سفارتى اړېکو کې د پخوا په شان خوږوالی نه دې پاتې.
د پاکستان د سینیټ د منصوبه بندۍ او پرمختيا کمېټۍ د پاکستان او چين ترمنځ د اقتصادي پروژې سي پېک په اړونده منصوبو کې په سست پرمختګ اندېښنه ښودلې ده.
سترې محکمې د قضیې د اوریدنې په مهال د ماشومانو لوڅې وېډيوګانې د ټولنې دپاره يو ناسور ګرځولی دی او وايي دا د ټولنې د تباهۍ سوب جوړېږي.
د پاکستان دحساب کتاب دقامي ادارې اډيټرز جنرل اف پاکستان په رپورټ کې ويل شوي چې د وزير اعظم د کرونا وبا په پېکج کې د 40 بيلېنه روپو غبن شوی دی.
مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان حکومت راتلونکي کال جنورۍ میاشت کې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف له غوندې مخکې پارلیمان ته يو وړوکی يا مني بجټ وړاندې کوي چې پکې به ايي ایم اېف سره د کړو شرطونو منظوري ورکړل کېږي.
د پاکستان سرکاري مطبوعات وايي دا پرېکړه پرون د ګل په ورځ وزیراعظم عمران خان د د افغانستان په اړه د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې کړې ده چې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه،دبهرنیو چارو اؤ دخزانې د وزیرانو ترڅنګ پکې د قامي سلامتيا سلاکار هم برخه درلوده.
که څه حکومت دعوه کوي چې دې نوي قانون کې د هیواد صحافيانو ته د پرمخ تللو هیوادونو د صحافيانو هومره حقونه ورکړل شوي خو قانون پوهان وايي دا قانون خو په ظاهره دصحافيانو د تحفظ قانون بلل کېږي خو ددې ځینې نکتې دصحافيانو خلاف هم استعمالیدې شي.
د درېوؤ میاشتو له بندیز وروسته پاکستان کې یو ځل بیا د لنډو ویډیوګانو خپرولو ایپ ټیک ټاک ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده خو دپاکستان دمخابراتو اداره پي ټي ای وایي چې له بندیز پورته کولو وروسته به هم دټیک ټاک دایمي څارنه روانه وي.
د احمدي ټولنې لخوا په جاري شوي وروستي رپورټ کې راغلي چې په پاکستان کې د کال 1984 راپدېخوا 275 احمديان د عقيدې په بنياد وژل شوي چې دې کې په دې وروستیو کې په پېښور کې وژل کسان هم شامل دي.
په پاکستان کې د بشري او نرښځيانو د حقونو فعالانو د جماعت اسلامي لخوا سېنټ ته وړاندې کړې شوې هغه قانوني مسوده رد کړې شوې ده چې پکې د نرښځیانو د حقونو د کال 2015 په قانون کې د بدلون راوستو سپارښتنه شوې ده.
په پاکستان کې د قامي اسمبلۍ نه پس د دغه هېواد په برني اېوان سېنېټ کې هم مخالفه سياسي ګوندونو د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د پارليمان څخه بالا د روغې جوړې په خبرو اندېښنې ښودلي او ویلي يې دي د پارلیمان د باور پرته په دغو خبرو کې د کېدونکي پرمختګ پاېلې به پارلیمان وه نه مني.
د افغانستان دلنډمهاله کابینې خارجه وزیر امير خان متقي به سبا له د نومبر په لسمه نېټه د پاکستان رسمي سفر کوي.
لاهور هاي کورټ ترهګرو سره د مالي مرستو مقدمو سره د لاقانونه تندروه مذهبي ډلې جماعت الدعوه د شپږو بندي مشرانو د بري کولو فېصله کړې ده.
نړیوالو مطبوعاتو د سرچينو له قوله ویلي چې د پاکستان د حکومت او لا قانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د ډزبندۍ په اړه پټې خبرې روانې دي.
پاکستان کې څېړونکو د هېواد دقامي سلامتيا د مشاور معيد يوسف هغه بيان غیر ضروري او غېر سفارتي ګرځولی چې پکې نوموړي ویلې وؤ چې هغه به د نومبر په لسمه نېټه د هند دسیورى لاندې د افغانستان په اړه د ګاونډى هېوادونو په کانفرس کې ګډون ونکړي.
رپورټ وايي په دې پېښو کې په ځانګړي ډول د عيسایي مذهبه لږکیو په عبادت خانو، اؤ افرادو باندې بریدونه، ډله ايز تشدد، بمي چاودنې او د هغوئ په جبري توګه د مذهب د بدلون پېښې شاملې دي.
د غیر دولتي ادارې انسټیټیوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډوېلپمنټ په کليز رپورټ کې ویل شوي چې کال 2020 - 21 کې د پاکستان د ډېجټل مېډيا ازادي د حکومتي قوانینو او د اظهار ازادۍ ته دپېښو ګواښونو له کبله اغېزمنه شوې ده.
څېړونکي وايي دا تندروه مذهبي ډله په بنيادي توګه بریلوي فکر لري او ددې مضبوط مرکز د پنجاب سرښار لاهور ګڼل کېږي خو ددې په پلويانو کې د پنجاب د جي ټى روډ په اوږدو کې د پرتو سیمو خلک شامل دي څوک چې په تاریخي توګه د طاقتور پوځي اسټبلشمنټ د پلويتوب مزاج لري.
دپاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب اسمبلۍ په نکاح نامه کې د ختم نبوت د خانې اچولو قرارداد منظور کړی دی.
نور کتل