پاکستان کې يواځې دډيموکراسۍ طرفداري کوي: رچرډ اولسن

دهغه وينا وه امريکا پاکستان کې دبې پلوه او روڼ انده ټولټاکنو پلوي ده او دا گڼي چې دپاکستان اولس ته دخپل سياسي سباؤن په اړه دپريکړې واک ترلاسه دى

په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن وئيلي دي چې په اسلام اباد کې دتحريک منهاج القران دمشر علامه طاهرالقادري لخوا داوږد لاريون په امن ناکه ډول سرته رسول يو غوره گام دى.
اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال امريکائي سفير وويل امريکا دطاهرالقادري په گډون پاکستان کې دکوم خاص گوند يا شخص پځايې يواځې دډيموکراسۍ ملاتړ کوي.
دهغه وينا وه امريکا پاکستان کې دبې پلوه او روڼ انده ټولټاکنو پلوي ده او دا گڼي چې دپاکستان اولس ته دخپل سياسي سباؤن په اړه دپريکړې واک ترلاسه دى.
امريکائي سفير دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي دي چې دزيارت په ماسخوتن دعلامه طاهرالقادري په مشرۍ اسلام اباد ته دورټول شوي لاريون دپايې ته رسيدو پريکړه دحکومت دائتلافي گوندونو، مرکزي وزيرانو او علامه طاهرالقادري ترمينځ په يو تړون داتفاق راتللو څخه وروستو وشوه.
ددغه تړون له مخې دپاکستان قومي اسمبلي به د16م مارچ 2013 څخه دمخه گوښه کولى شي، چې دغه شان په دريوؤ مياشتو کې ټولټاکنې ترسره شي.
ټولټاکنو کې دبرخه اخستونکو کانديدانو کره کوټه به دائين د62مې او 63مې دفعې دلاندې کيږي او يواځې وړ کانديدان به په ټولټاکنو کې دبرخې اخستو جوگه وي، په حکومت کې شامل ټول گوندونه به دطاهرالقادري سره په اتفاق دلنډمهاله حکومت دپاره دوزيراعظم دوه نومونه وړاندې کوي اؤ په راتلونکو ټولټاکنو کې به دپاکستان دائين په 62مه ،63مه او 218مه مادو عمل کولى شي.