امريکا افغانستان کې دامن او جوړي هڅو کې دپاکستان دکردار او ځينو طالب بنديانو دخوشې کولو دفيصلې ستائينه کړې ده.
اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې ناظم الامور رچرډ هوگلينډ وئيلي دي چې دافغانستان دامن عمل کې دپاکستان کردار زيات مهم دى.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې يوې دستوره کې دگډون وروستو خبريالانو سره خبرو کې رچرډ هوگلينډ دافغانستان دامنيتي شورا او پاکستاني مشرانو ترمينځ ترسره شوي کامياب مذاکرات يو مثبت پرمختگ وگرځولو.
هغه وويل مونږ دشروع څخه وئيلي وؤ چې افغان حکومت دې دجوړجاړي عمل مخ په وړاندې بوځي.
دهغه وينا وه د افغان حکوت کومې مخالفې ډلې چې دافغانستان اساسي قانون ته درناوى لري هغه پريښودل پکار دي.
رچرډ هوگلينډ دا هم وويل افغانستان کې داسې ډلې چې دترهه گرۍ دهلو ځلو دپريښودو اعلان کوي او بشري حقونو او په ځانگړې توگه دښځو حقونو ته درناوى لري هغوي دافغان سياسي عمل برخه جوړيدل پکار دي.
بل لوري ته دافغانستان او پاکستان سفارتي سرچينې وائي دطالب بنديانو دخوشې کولو په اړه دتړون ترسره کيدو وروستو به اوس ددغو طالب مشرانو افغانستان ته دواپسۍ په اړه طريقه کار غور کولى شي.
خو دغه سرچينو دا نۀ ده په ډاگه کړې چې کوم طالب بنديان خوشې کولى شي دهغوي شميره به څومره وي.
دافغان هيئت او پاکستاني عهديدارانو ترمينځ تر دريوؤ ورځو دمذاکراتو وروستو دشورو په شپه دپاکستان دخارجه دفتر له لوري يوه اعلاميه جاري شوې چې پکې وئيل شوي دي پاکستان کې نيول شوي يو شمير طالب بنديان پريښودل کيږي.
پاکستان او افغانستان دطالبانو په قيادت کې فعاله ياغي ډلو څخه دا غوښتنه هم کړې ده چې هغوي دې دجگړې ختمولو لپاره دافغانستان دجوړجاړي سياسي عمل کې گډون وکړي.
داعلاميې ترمخه دواړو هيوادونو تندلارو څخه غوښتنه کړې چې هغوي دې دالقاعده او نورو بين المللي ترهه گريزو ډلو سره اړيکې پرې کړي.