سوات:چاؤدنه کې 20 نه سواکسان مړۀ، ګنړنورژوبل شوي

راپورونه وائي دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې ديو تبلیغي مرکز څخه بهر ترسره شوې چاؤدنه کې لږ ترلږه 17 کسان وژل شوي او 60 نور ژوبل شوي دي.
دپوليس چارواکو ترمخه دسوات په تخته بن روډ دغه چاؤدنه کې په يوه اووۀ نيزه تبلیغي اجتماع کې شريک خلک په نخښه کړل شوي ، خو دچاؤدنې نوعيت تر دې مهاله نۀ دى معلوم شوى.
ځينې راپورونه وائي چې دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې په تخت بند روډ دتبليغي مرکز څخه بهر دگيس يو سلينډر وچاؤديدو خو چارواکو دچاؤدنې دعلت پخلى نۀ دى کړى.
دعيني شاهدانو وينا ده چې دتبليغي مرکز په داخلي پخلي په کوټه يا کچن کې هاغه مهال دگيس يو سلينډر وچاؤديدو کله چې خلک دنمونځ کولو لپاره اودريدل.
ديو عيني شاهد وينا ده دچاؤدنې وروستو خلکو منډې ترړې جوړې کړې او ځينې خلک دچاؤدنې ځايې ته دژوبل کسان دهسپتال درسولو لپاره ورسيدل.
سرچينې وائي چې روغتون ته تر دې مهاله خواؤشا 50 ژوبل کسان رسول شوي چې پکې دلسو حالت سخت دى.