دپاکستان دخيبرپښتونخوا په بنو په بنو اودسوات انتظامي مرکز مينگوره کې ترسره شوؤ چاؤدنو کې يوه ښځه وژل شوې او خواؤشا 12 کسان نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو ترمخه دبنو دهاويد تاڼې سره نزدې په يوه امنيتي پوسته يو ځانمرگي دچاؤديدونکو موادو څخه دډک گاډي له لارې چاؤدنه ترسره کړې ده.
يو لوړپوړي پوليس مشر نثار احمد تنولي ددغه بريد په اړه يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال وويل ځانمرگي خپل گاډى دچيک پوسټ سره ټکر کړى.
هغه په دغه بريد کې دڅلورو پوليس عسکرو او دوؤ اولسي وگړو دژوبل کيدو تصدیق کړى دى.
هغه زياته کړه دچاؤدنې له امله دپوليسو دتاڼې بهرني ديوال او نزدې دوؤ کورونو ته زيان رسيدلىدى.
بل لوري ته دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند احسان الله احسان په بنو کې نن دترسره شوي ځانمرگي بريد مسؤليت په غاړه اخستى خو هغه تيره اوونۍ دجنوبي وزيرستان په واڼا سيمه کې په طالب مشر ملا نذير ترسره شوي ځانمرگي بريد کې دخپلې ډلې ککړتيا رد کړې ده.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره دخبرو په مهال طالب وياند احسان الله احسان په ملا نذير دترسره شوي بريد غندنه وکړه او وئيلي يې دي چې هغه دمجاهدينو داتحاديې دشورا برخه ده او دپاکستاني طالبانو تحريک هم ددغه شورا يو غړى دى.
هغه وويل ملا نذير سره دټي ټي پي تنظيمي اختلافونه خو کيدى شي خو ددواړو ډلو ترمينځ نظرياتي اختلافات نشته.
بلخوا دسوات په مينگوره ښار کې دملالې يوسفزۍ سره په بريد کې دژوبل شوې جينۍ کائينات رياض دکور سره نزدې ترسره شوې چاؤدنه کې يوه ښځه مړۀ شوي او دماشومانو پشمول شپږ کسان ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه په مکان باغ نومې سيمه کې ترسره شوې او ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
احسان الله احسان دعوه وکړه چې نن دملالې يوسفزۍ سره په بريد کې دژوبل شوې جينۍ کائنات دکور سره نزدې ترسره شوې چاؤدنه کې دهغوي لاس نشته.
دميډيا دراپورونو ترمخه دغه چاؤدنه يو ترهه گريز عمل ؤ خو دسوات دډي پي او گل افضل خان افريدي ترمخه دغه چاؤدنه دگيس دليک کيدو نتيجه وه.