دکوئټې چاؤدنو کې دمړو شميره د 100 نه سوا شوي

تيره ورځ پاکستان دناقرارې سيمې بلوچستان په سرښار کوئټه کې ترسره شوؤ چاؤدنو کې دوژل شوؤ کسانو شميره دجمعې په ورځ 102ؤ ته رسيدلې ده.
په کوئټه کې يو لوړپوړي پوليس افسر حامد شکيل يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي چې تيره شپه دژوبل شوؤ څخه پينځوؤ نورو کسانو هم ساه ورکړې ده او زياته يې کړه چې دوژل شوؤ کسانو جنازې به دجمعې په ورځ دښار په بيلا بيلو سيمو کې ادا کولى شي.
راپورونه وائي چې دزيارت په شپه دکوئټې دعلمدار روډ سيمه کې ترسره شوي يو ځانمرگي بريد او بمي چاؤدنو کې 81 کسان وژل شوي وؤ، هم دزيارت په ورځ دکوئټې په باچاخان چوک کې دمليشه ځواکونو ديو گاډي سره نزدې ترسره شوې يوه بله بمي چاؤدنه کې هم 12 کسان وژل شوي وؤ.
په دغو وژل شوؤ کې ديو شخصي ټي وي چينل خبريال، ديوې خبري ادارې کمپيوټر اپريټر،ددوؤ افسرانو ترڅنگ دپوليس 9 عسکر شامل دي.
چاؤدنو کې دپوځ او ايف سي 10 عسکر ژوبل شوي هم دي.
په علمدار روډ ترسره شوؤ چاؤدنو کې دوژل شوؤ زياترو کسانو تعلق دشيعه هزاره ورورولۍ سره دى.