لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : بمي چاؤدنه کې ددريوؤ عسکرو پشمول ٥ کسان وژل شوي


دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوټه کې ترسره شوې يوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه پينځه کسان وژل شوي او 20 نور ژوبل شوي دي.
دلمړو راپورونو ترمخه دغه چاؤدنه دکوئټې په سمنگي روډ دسکول دماشومانو په تحفظ دمامور امنيتي ځواکونو دگاډي سره نزدې شوې ده.
چارواکو په دغه بريد کې دپينځوؤ کسانو دوژل کيدو تصدیق کړى.
دغه چاؤدنه کې تر 15ؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي وؤ.
ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتونو ته وړل کيږي او سي ايم ايچ کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى.
ددغه چاؤدن له امله نزدې ودانو ته هم سخت زيان رسيدلى دى او دامنيتي ځواکونو ديو گاډي دتباه کيدو ترڅنگ پکې درې عسکر هم وژل شوي.
دسرچينو وينا ده دامنيتي ځواکونو دگاډي دتباه کيدو ترڅنگ دغه چاؤدنه کې يو شمير نور گاډي هم زيانمن شوي.
سرچينې زياتوي بم په يو موټر سائيکل ايښودل شوى ؤ خو ددې تصدیق په سملاسي توگه نۀ دى شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG