چيف جسټس:د اکبر بگټي وژنه دهيواد دتاريخ ستره تيروتنه وه

Pakistan Chief Justice Iftikhar Mohammad Chaudhry

دپاکستان دسترې محکمې مشر قاضي افتخار محمدچوهدري دبلوچستان دامن وامان دصورتحال په اړه دکيس داوريدنې په مهال دبلوڅ مشر نواب اکبر بگټي وژنه دهيواد په تاريخ کې تر ټولوستره تيروتنه گرځولې او وئيلي يې دي چې په صوبه کې په پراخه کچه دامنيت دټينگښت لپاره دډيره بگټي معامله هوارول مهم دي.
دبلوچستان بار ايسوسي ايشن لخوا بلوچستان کې دامنيت دخراب وضعيت په اړه دجمع کړل شوي درخواست اوريدنه دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې درې کسيز بينچ دسپريم کورټ دکوئټې رجسټرۍ کې کړې ده، دبينچ نورو غړو کې جسټس خلجي عارف حسين او جسټس جواد ايس خواجه شامل دي.
داوريدنې په مهال چيف جسټس افتخار داوريدنې په مهال داټارني جنرل عرفان قادر په عدم موجودگۍ دناخوښۍ څرگندونه وکړه.
پخپلو څرگندونو کې چيف جسټس وويل وفاق او اټارني جنرل په معامله کې دلچسپي نۀ لري.
ښاغلي چوهدري دراتلونکې اوريدنې لپاره ټول اړونده سکتران هم راوغوښتل.
چيف جسټس افتخار وويل اټارني جنرل ته به عدالتونو ته دننوتلو اختيار داجازت پرته نۀ وي.
دجمهوري وطن پارټۍ مشر نوابزاده طلال بگټي هم داوريدنې په مهال موجود ؤ.
داوريدنې په مهال دبلوچستان داخله سکتر صوبه کې دهدفي وژنو په اړه يو راپور هم وړاندې کړو.
چيف جسټس وويل دبلوڅ مشر اکبر بگټي وژنه دهيواد په تاريخ کې تر ټولو ستره تيروتنه وه.
هغه وويل چې په تيرو شپږو مياشتو کې دشيعه ورورولۍ سره تعلق لرونکي 46 کسان دهدفي وژنو ښکار شوي او 20 سُني علماء هم وژل شوي دي.
چيف جسټس وويل په صوبه کې په پراخه کچه دامنيت دټينگښت لپاره دډيره بگټي معامله هوارول زيات مهم دي چې په دې طلال بگټي وويل دايف سي په موجوديت کې ډيره بگټي ته تگ به خودکُشي وي