دپاکستان چيف جسټس افتخار محمدچوهدري پخپلو څرگندونو کې وئيلي دي په بلوچستان کې دبې وسۍ حد دى ، که چرې وزيراعظم، وزيراعلي، گورنر او ددفاع سکتر دلچسپي واخلي نو صورتحال ښه کيدى شي ، کوم کار چې هغوي ته کول دي هغه مونږ کوؤ.
دغه څرگندونې دپاکستان مشر قاضي په بلوچستان کې دامن وامان په صورتحال او دورکو شوؤ کسانو په اړه ديو کيس داوريدنې په مهال کړي دي.
مشر قاضي وويل دامن وامان صورتحال دا دى چې زمونږ په موجوديت کې هم جرمونه کيږي، دبلوچستان وزيراعلي خو دصوبې دمعاملو سره دلچسپي نۀ لري، مونږ به دگورنر سره خبره کوؤ.
چيف جسټس دډي ائي جي ايف سي په مخاطب کولو سره وويل ته دلته دامن وامان لپاره کار کوې ، خو خلک خو اوس هم تښتول کيږي، خو ائي جي ايف سي وائي چې هغه به دجرگې په ذريعه صوبه کې امن راولي، هغوي ته دې وويل شي چې بې درکه کسان دې هم رامخې ته کړي.
په دې ډي ائي جي ايف سي ځواب ورکړو چې هغه دډي جي ايف سي او خفيه دادارو دمشرانو سره دبې درکه شوؤ کسانو دراخوشې کولو په حواله خبرې کړي دي خو مونږ په لاس کې دومره وسيلې نۀ لرو چې په دغه اړه کار وکړى شو.
هغه تجويز ورکړو چې په دې حواله دې دسول انتظاميې او ټولو اړونده ادارو يوه گډه ډله جوړه کړى شي.
په دې موقع چيف جسټس وويل دى به ديو داسې تن څخه هم بريفنگ نۀ اخلي چې حکم يې نۀ چلي.
چيف جسټس دداخله سکتر څخه پوښتنه وکړه چې زمونږ درې ججان تښتول شوي ، تاسو ته معلومات شته؟
چيف جسټس وويل چې په بلوچستان کې دامن وامان په اړه دکيس اوريدنه دهيواد بچ کولو لپاره ده، تر دې مهاله خاموشه ؤ او دچا په ضد مو کارروائي نۀ وه کړې، هڅه مو کوله چې په حفاظت سره دې کار وشي خو اوس به امر کوؤ.
هغه دخضدار څخه دتښتول شوي وکيل منيرميرواني دراخوشې کولو لپاره پوليسو ته ددوؤ اوونو مهلت ورکړو
چيف جسټس: دوزيراعظم، وزيراعلي او گورنر په دلچسپۍ بلوچستان کې حالات ښه کيدى شي
