حنا رباني کهر وائي دپاکستان او امريکا ترمينځ اړيکې ښې کيږي

حنا رباني کهر وويل چې دتيرو 60ؤ کلونو په تاريخ کې مونږ دسختو پړاؤنو څخه تير شوي يو خو وې منله چې تيرې 18 مياشتې زياتې سختې وې

دامريکا په خارجه محکمه کې دمذاکراتو په مهال خارجه وزيرې هيلري کلنټن او دهغې پاکستانۍ سيالې حنا رباني کهر ددوه اړخيزه اړيکو معمول ته دراوستو ژمنه وکړه.
حنا رباني کهر وويل چې دتيرو 60ؤ کلونو په تاريخ کې مونږ دسختو پړاؤنو څخه تير شوي يو خو وې منله چې تيرې 18 مياشتې زياتې سختې وې.
هغې وويل دواړه هيوادونه دباور جوړونې لپاره دتوقع څخه زياتې ښې هڅې کوي.
هيلري کلنټن وويل ددوه اړخيزو اړيکو تر هاغه نقطې چرته چې مونږ ته رسيدل پکار دي لپاره به په شريکه کار کول وي.
دپاکستان او امريکا خارجه وزيرانو دغه ليدنه په داسې حال کې کړې ده چې تيره ورځ په ټول پاکستان کې داسلام ضد فلم په خلاف دتشدد څخه ډکې مظاهرې ترسره شوي چې په نتيجه کې يې د20ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.
دپيښور او کراچۍ پشمول دپاکستان په ټولو لويو ښارونو کې ترسره شوؤ احتجاجي مظاهرو کې سنيماگانې، گاډي، هوټلونه، ودانۍ ، پيټرول پمپونه، سرکاري او شخصي دفترونه او بينکونه سوځول شوي او دچارواکو ترمخه 23 کسان وژل شوي او د200ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي دي.
هيلري کلنټن وويل چې نن مونږ يو ځل بيا دپاکستان په گڼو ښارونو کې احتجاجونه وليدل، دبدقسمتۍ نه په دغو مظاهرو کې ځينې په تشدد بدل شول او پکې خلک ووژل شول.
خو دتيرې اوونۍ راهسې دپيل شوؤ مظاهرو په مهال په اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې او پيښور، کراچۍ او لاهور کې دامريکائي قونصل خانو دتحفظ لپاره په اخستل شوؤ گامونو هيلري کلنټن دپاکستان دحکومت مننه وکړه.
دامريکا خارجه وزيرې وويل دغم او غصې باوجود دتشدد هيڅ جواز نشته.
حنا رباني کهر داسلام ضد فلم په غندنه دامريکائي انتظاميې ستائينه وکړه او وې وئيل چې فکر کوي دا يو مهم پيغام دى او بايد په نړۍ کې دتشدد ختمولو لپاره دغه پيغام عام کړل شي.