لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حنا کهر: پاکستان د نيټو سامان الات لپاره لوړ محصولات نه غواړي


حنا کهر د نيټو د سپلايۍ دلارو بيا پرانستو ته په اشارې کولو سره وويل امريکاته دهاغو ضرورتونو او اړتيا وؤ ډير ښه علم دى چې دوي د نيټوسپلا ئي لوري د ګام اخستو جوګه کولى شي.
حنا کهر د نيټو د سپلايۍ دلارو بيا پرانستو ته په اشارې کولو سره وويل امريکاته دهاغو ضرورتونو او اړتيا وؤ ډير ښه علم دى چې دوي د نيټوسپلا ئي لوري د ګام اخستو جوګه کولى شي.

د پاکستان دبهرنو چارو وزيرې حنا رباني کهر وئيلي دي چې امريکا سره د پاکستان خبرې اترې په افغانستان کې د ميشتو نيټو ځواکونو دسامان په رسد دپاکستان له لوري دلوړو محصولاتو دغوښتنې له امله دناکامۍ سره نۀ دي مخ شوي.
د افغانستان دپولې ترڅنګ دپاکستان د قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په سرحدي پوسته سلاله د نيټو په فضائي بريد کې د 24ؤ پاکستاني پوځيانو دوژل کيدو وروستو احتجاجاً پاکستان په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو لپاره پخپلو ځمکنو لارو دسامان رسد اودرولى.
اوس مهال دنيټو درسد لپاره کارول کيدونکې دپاکستان ځمکنۍ لارې د 2014م څخه وړاندې افغانستان څخه دټولو جنګي پوځيانو دوتلو دعمل لپاره ارزښتناکې ګڼلى شي.
د ميډيا راپورونه وائي دپاکستان او امريکا ترمينځ خبرې اترې دپاکستان له لوري دنيټو په سپلايۍ دمحصولاتو دسيوا کيدو دغوښتنې له امله دبرياليتوب ډګر ته نۀ دي ننوتلي.
خو د پاکستان خارجه وزيرې ددغو راپورونو ترديد کړى دى.
حنا رباني کهر خبريالانو ته وئيلي دي چې پاکستان اوس مهال (دنيټو په سپلايۍ) دمحصولاتو په اړه څه رقم بحث نۀ کوي، نو په حقيقت کې دغه تاثرات ناسم او غلط دي.
حنا د نيټو د سپلايۍ دلارو بيا پرانستو ته په اشارې کولو سره وويل امريکاته دهاغو ضرورتونو او اړتيا وؤ ډير ښه علم دى چې دوي د نيټوسپلا ئي لوري د ګام اخستو جوګه کولى شي.
دواړه خواې په سپلايۍ دمحصولاتو په اړه متفق شوې نۀ دي او امريکا دګل په ورځ وئيلي وؤ دنيټو دسپلايۍ په اړه پاکستان ته دخبرو اترو لپاره ليږلې ډله يې بيرته غوښتې ده.
دحنا رباني کهر دغه څرګندوې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې له دې وړاندې دنيټو مشر اينډرس فوغ راسموسن ددې هيلې څرګندونه کړې چې په افغانستان کې دميشتو نيټو ځواکونو دسامان درسد لپاره به دپاکستان ځمکنۍ لارې ډير زر پرانستل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG