دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ډائريکټر جنرل ميجر جنرال عاصم باجوه وئيلي دي چې دملالې يوسفزۍ حالت ښه شوى دى.
ميډيا سره خبرو کې ميجر جنرال عاصم باجوه دا هم وويل چې دملالې يوسفزۍ معائنې روانې دي او زياته يې کړه چې دهغې دصحت په حواله راتلونکې د36ؤ څخه 48 گينټې مهمې دي.
پوځي وياند وويل ملاله يوسفزۍ دډاکټرانو په مشوره پينډۍ ته منتقل کړل شوې ده.
دائي ايس پي ار ډي جي وويل ديو ميجرجنرل په مشرۍ يوه دډاکټرانو ډله جوړه کړل شوې ده او دهيواد څخه بهر دنور علاج لپاره دليږلو په اړه پريکړه به ميډيکل بورډ کوي.
اوس مهال دملالې علاج دپاکستاني ډاکټرانو ډله کوي خو ددوؤ بهرنو ډاکټرانو سره هم په دې اړه مشوره کولى شي.
باجوه وويل په ملالۍ دبريد پيښه کې ککړ کسان به دقانون منگولو ته راکش کولى شي او قام څخه يې دهغې دروغ صحت لپاره ددعا غوښتنه وکړه.
دجمعې په ورځ دملالې يوسفزۍ دروغ صحت لپاره ددعا کولو په غرض دتحريک انصاف لخوا دپنجاب سرښار لاهور کې يو لاريون وتلى او وروستو په 14 کلنې ملالې يوسفزۍ دترسره شوي ترهه گريز بريد په ضد احتجاج شوى.
پايتخت اسلام اباد کې دپارليمنټ هاؤس مخې ته يوه دستوره شوې ده چې پکې دپارليمان او مدني ټولنې غړو او صحافي ورورولۍ پشمول په گڼ شمير کې اولسي وگړو برخه واخسته.
په دغه موقع دملالې يوسفزۍ سره ديووالي څرگندونې لپاره شمعې بلې کړل شوې او دبريدکوونکو په ضد سخت شعارونه ورکړى شول.
په عين حال کې دپاکستان صدر اصف علي زرداري دملالې يوسفزۍ دپوښتنې لپاره دهغې پلار ته ټيلي فون کړى دى.
دصدارتي وياند له لوري جاري شوي بيان ترمخه صدر زرداري دملالې پلار ضياء الدين يوسفزۍ ته فون کړى او دملالې دښه صحت لپاره يې دعا کړې او دحکومت له لوري يې هغې ته دهرممکن مدد ورکولو باور ورکړى.
صدرزرداري وائي ملاله دعليم او همت په حواله دپاکستان دښځو لپاره داميد څرک دى.
په ملالې دترسره شوي بريد په اړه دپاکستان صدر وئيلي دي چې ددغه شان بزدلانه کارروائيو سره د ترهه گرۍ او تندلاريتوب په ضد دقام اراده نۀ شي کمزورې کيدى.
اخوا دسوات په مينگوره سيمه کې په ملالې يوسفزۍ بريد کې ککړ درې ملزمان نيول شوي او دسوات ډي پي او وائي په ملالې دبريد کيس کې مهم پرمختگ شوى.
دډي پي او ترمخه په ملالې بريد کې دککړ ستر بريدکوونکي نوم عطاء الله دى او دهغه تعلق دسوات دسنگوټې سيمې سره دى او هغه به هم ډير زر ونيولى شي.
همدغه شان دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وائي په ملالې يوسفزۍ دبريد کوونکو پته لگيدلې ده خو هغوي مو تر دې مهاله پيدا کړي نۀ دي.
پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال ميا افتخار حسين وويل ترهه گر وي بايد دهغوي په ضد هر ځايې کې منظمه کارروائي وشي.
هغه وويل که ترهه گر په وزيرستان کې هم وي بايد دهغوي تعقيب وشي.