لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله يوسفزۍ دنور علاج لپاره پينډۍ ته وړل شوې


داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وائي ټول قام سره دملالې دصحت په اړه انديښنې مل دي
داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وائي ټول قام سره دملالې دصحت په اړه انديښنې مل دي
دسوات په سرښار مينگوره کې تيره ورځ دترهه گرو په يو بريد کې ژوبل شوې دقومي امن ايوارډ گټونکې طالب علمه ملاله يوسفزۍ دنور علاج لپاره دپاکستان پينډۍ ښار ته وړل شوې ده.
دملالې يوسفزۍ علاج کوونکي يو ډاکټر کرنل جنيد په پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وويل دطبي ماهرانو دمشورې وروستو دهغې پينډۍ ته دمنتقلولو فيصله شوې ده.
ډاکټر جنيد وويل دملالې لپاره راتلونکې د7ؤ څخه 10 ورځې زياتې مهمې دي.
ملاله يوسفزۍ ديو ايمبولينس په ذريعه کورهيډکوارټر ته ورسول شوه ، چې ددغه ځايې څخه بيا هغه ديو هيلي کاپټر له لارې په پينډۍ کې دوسله والو ځواکونود کارډيالوجي ادارې ته روانه کړى شوه.
دسرچينو ترمخه ملاله اوس هم دنيم بې هوشۍ په حالت کې ده خو دلاسونو او پښو په حرکت کې يې يو څه اضافه شوې ده.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وائي ټول قام سره دملالې دصحت په اړه انديښنې مل دي او اوس چې هغه پينډۍ ته وړل شوې نو بايد دپنجاب او مرکزي حکومت وخت په وخت دملالې دصحت په اړه قام ته معلومات ورکړي.
دزيارت په ورځ پيښور کې خبريالانو سره دخبرو په مهال ميا افتخار حسين وويل په ملاله يوسفزۍ ترسره شوې حمله او په ديرکې په دې وروستو وختونو کې رامينځته شوي واقعات ددې خبرې غمازي کوي چې طالبان يو ځل بيامنظم کيږي خو هغه واضحه کړه چې حکومت به دغه ورانکاري خپلې مخې ته نۀ پريږدي.
داطلاعاتو وزير وويل مونږ په تيرو وختونو کې هم په پوره مړانې سره دترهه گرو مقابله کړې ده او په راتلونکي کې به هم دهغوي دناوړه ارادو مخه نيسو.
ديوې پوښتنې په ځواب کې ميا افتخار وويل په شمالي وزيرستان کې دپټو جنگيالو په ضد پوځي عمليات پکار دي ، خو صوبائي وزير دا هم په ډاگه کړه چې حکومت ددغه تندلارو سره دخبرو اترو څخه هم نۀ په شا کيږي.
هغه وويل څوک چې دامن خبره کوي ، حکومت هغوي سره خبرو ته تيار دى، خو څوک چې دملالې يوسفزۍ پشان ماشومان وژني ، امن تالا ترغه کوي او په اولس کې ويره ترهه خوروي ، دهغوي په ضد دگامونو اخستو څخه پرته بله لار نۀ پاتې کيږي.
ميا افتخار دا هم وويل چې سبا دجمعې په ورځ به په ټولو سرکاري او شخصي دفترونو او ادارو کې دملالې يوسفزۍ سره ديو والي دپاره او په دغه پيښه دغمرازۍ په لړ کې دوه منټه خاموشي اختيارولى شي او هم به په جوماتونو کې دهغې دروغې څټې دپاره خصوصي دعاگانې کولى شي.
همدغه راز دملالې يوسفزۍ علاج کوونکي يو بل ډاکټر ممتاز خان يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وئيلي دي دشورو په ورځ داپريشن په ذريعه دگولۍدويستل کيدو وروستو دملالې په حالت کې لږ ډير ښه والى راغلى خو هغه اوس هم سخته ناجوړه ده.
هغه وويل چې دگولۍ له امله دملالې ددماغو په لږه ډيره برخه اغيزه شوې، خو بيا هم دهغې دژوند په اړه 70 فيصده موقع شته.
په عين حال کې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې په ملالې يوسفزۍ دبريد په تور پوليسو په لسگونو شکمن کسان نيولي چې دهغوي څخه زياتره دتپوس پوښتنو وروستو پريښودل شوي دي.
دسوات سپرنټنډنټ پوليس شيرزاده خان وائس اف امريکا ته وويل اوس هم د40ؤ څخه دزياتو کسانو څخه تپوس پوښتنې روانې دي.
بل لوري ته افغان صدر حامد کرزي خپل پاکستاني سيال اصف علي زرداري سره په ټيليفيون دتماس نيولو په ترڅ کې په قومي امن ايوارډ گټونکې ملالې يوسفزۍ دسوات په مينگوره ښار کې دترسره شوي بريد سخته غندنه کړې ده.
دصدر کرزي ددفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې حامد کرزي دغه بريد بزدلانه کارروائي گرځولې او وئيلي يې دي چې ملالې امن ته دودې، دماشومانو دحقونو او تعليم لپاره غږ پورته کړى ؤ.
صدر کرزي وويل افغانستان کې هم دتيرو څو کلونو راهسې په طالب علمانو، ښوونکو او په سکولونو پرله پسې بريدونه کيږي خو اوس دبدقسمتۍ نه په پاکستان کې هم دغه شان خونړو بريدونو کې چټکتيا راغلې ده.
افغان صدر دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره ددواړو هيوادونو ترمينځ په نزدې همکارۍ ټينگار کړى.
اخوا دامريکا خارجه وزيرې هيلري کلنټن وئيلي دي په ملالې يوسفزۍ دترسره شوي بريد څخه هاغه ستونزې څرگنديږي چې ځينې ځوانې پاکستانۍ ميرمنې يې په ټولنه کې ديو شان مقام ترلاسه کولو لپاره زغمي.
دپاکستان وزيراعظم راجه پرويز اشرف اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ملالې يوسفزۍ او دهغې طالب علمانو ملگرو ته سلام وړاندې او وئيلي يې دي چې هغه دملالې يوسفزۍ او دهغې دملگرو دروغ صحت لپاره دعا کوي.
دشورو په ورځ دجينکو دلمړۍ نړيوالې ورځې په مناسبت دامريکا خارجه محکمه کې جوړې شوې يوې دستورې ته دوينا په مهال هيلري کلنټن وويل ملاله يوسفزۍ هاغه بهادره جينۍ ده چې دپاکستانو جينکو دحقونو دجنگ کولو فيصله يې وکړه.
هغې وويل په ملالې هاغو ترهه گرو بريد کړى چې نۀ غواړي جينکۍ هم تعليم ترلاسه کړي او نۀ هم دا غواړي چې جينکۍ دې دخپلو حقونو لپاره غږ پورته کړي.
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي امير حيدر خان هوتي په ملالې يوسفزۍ ترسره شوي بريد کې دککړو ترهه گرو دپه نخښه کوونکو لپاره ديو کروړ روپو دانعام ورکولو اعلان کړى دى.
دنهې په ورځ دسوات انتظامي مرکز مينگوره کې ملاله يوسفزۍ دسکول په وين کې کورته روانه وه چې په دغه مهال څو وسله والو دهغې دگاډي مخه ونيوله او دتپوس وروستو يې په گاډي کې په ناستو طالب علمانو ناتاره ډزې وکړې چې پکې دملالې يوسفزۍ پشمول درې طالب علمانې سختې ژوبل شوې وې.
ملاله يوسفزۍ هاغه ماشومه ده چې کله په کال 2009م کې دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دوسله والو ياغيانو په ضد امنيتي ځواکونو عمليات پيل کول نو دهغې څخه دمخه دسوات ټول واک په غيراعلانيه ډول وسله والو جنگيالو په لاس کې نيولى ؤ او په دغه مهال نۀ يواځې ملالې يوسفزۍ دطالبانو لخوا په تعليم دايښودل شوي قدغن باوجود خپلو زده کړو ته دوام ورکړى ؤ ، بلکې ديوې ډائرۍ ليکلو له لارې يې نړيوال هم دسوات دوضعيت څخه خبرساتل.
په ملالې دبريد پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې او دړکه يې کړې که چرې هغه ژوندۍ پاتې شوه نو نور بريدونه به پرې هم کولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG