تيراه : دوسله والو ترمينځ نښته کې 13 جنگيالي وژل شوي

بل لوري ته دپيښور دپهاړي پورې پوليسو په يو کور چهاپه وهلې او په گڼ مقدار کې وسله يې لاسته راوړې ده

دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ددوؤ تندروه ډلو پاکستاني طالبانو دتحريک او انصارالاسلام دجنگيالو ترمينځ ترسره شوې نښته کې لږ ترلږه 13 جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي دانصاراسلام او ټي ټي پي دجنگيالو ترمينځ دغه نښته دخيبرايجنسۍ د لرې پرتې سيمې تيراه په ميدان کلي کې رامينځته شوې ده.
په دغو نښتو کې د13ؤ جنگيالو دوژلو کيدو اطلاعات ترلاسه شوي او سرچينو دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ښودلې او زياتوي چې نښته اوس هم روانه ده.
بل لوري ته دپيښور دپهاړي پورې پوليسو په يو کور چهاپه وهلې او په گڼ مقدار کې وسله يې لاسته راوړې ده.
ايس پي سټي خالد همداني ميډيا سره خبرو کې په دغه اړه وويل پوليسو د20,000ؤ څخه زيات کارتوس هم مخې ته راوړي او دشک په بنياد يې يو افغانى نيولى.
پيښور کې دعيدميلادالنبي دجلوسونو او اجتماع گانو دلارو دامنيت لپاره د1,300ؤ څخه زيات عسکر گمارل شوي او دجمعې دنمونځونو وروستو به ټول ښار سيل کولى شي.