راپورونه وائي دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دزيارت په ورځ دتشدد بيلا بيلو پيښو کې لږترلږه 10 کسان وژل شوي دي.
نامعلومو وسله والو دکراچۍ په نرسري سيمه کې په يو گاډي ډزې کړې چې پکې درې کسان وژل شوي ، ددغو کسانو تعلق ديوې مذهبي ډلې سره ښودل کيږي.
دښارد ناردرن بائي پاس سره نزدې دډزو په يوه بله پيښه کې دوه کسان وژل شوي دي.
په بلديه ټاؤن سيمه کې په بورو کې دبندو ددريوؤ داسې کسانومړي ترلاسه شوي چې دتشدد نخښې يې په بدن ليدل شوي، دغه کسان يوه ورځ وړاندې دکراچۍ داورنگي ټاؤن دمومن اباد سيمې څخه تښتول شوي وؤ.
دکراچۍ په ټمبرمارکيټ سيمه کې هم ديو تن تشدد ځپلى مړى ترلاسه شوى او له لانډهي کې دډزو په يوه بله پيښه کې هم يو تن وژل شوى.
دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې تقريباً دروزانه په بنياد په سياسي،لساني، فرقه ييز، او مذهبي اساس خلک وژل کيږي او دښار دوؤ سترو سياسي گوندونو متحده قومي موومنټ او عوامي نيشنل پارټۍ په تيرو وختونو کې ددغه شان وژنو پړه په يو بل اچولې ده.