لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

٢٠١٢ کراچۍ لپا ره یو خونړې کال وو


Zohra Yusuf Chairperson HRCP
Zohra Yusuf Chairperson HRCP
پاکستان کې د انسانې حقونو د کمیشن د شمیري ترمخه په کال دوه زره دولسم۲۰۱۲ کې یواځې په کراچۍ ښار کې د درویشت سوه ۲۳۰۰نه زیات کسان په سیاسې ، لسانې او فرقه ایزه انختو کې وژل شوې دی په کال دوه زره یو لسم ۲۰۱۱کې د وژنو شمیره یواځې اوولس سوه ۱۷۰۰وه ــ ډیوه ریډیو سره خبرو کې د انسانې حقونو د کمیشن مشری زهره یوسف اوئیل د کال په ورستیو میاشتو کې په فرقه ایزه انختو کې زیاتوالے مخې ته راغلے دے چې پکښې د شیعه او سنې مسلک سره تعلق لرونکې زیاتره کسان په انختو کې په نخه شوې دی ـ دا وائې په تیرو څو میاشتوکې فرقه ایزه وژنې زیاتې شوې دی په سیاسې او لسانې بنیادونو هم وژنې روانې وی او هم د دغو انختو په نتیجه کې ډیر بې ګناه خلک وژل شوې دی ـ دا وائې مذهبې انتها پسند دلته نور هم طاقتور کیږې او مونږ ولیدل چې په کراچۍ کې طالبان هم شتون لری او دلته يې د ډیرو پیښو پړه په سراخستې ده ـ د محکمه داخله سنده صلاح کار شرف الدین میمن په تیرکال کې د وژنو په اړه ډیوه ریډېو سره خبرو کې کومه شمیره اونه ښائیله خو د دې خبری پخلے يې ضرور اوکو چې د کال دوه زره یولسم ۲۰۱۱په پرتله په دوه زره دولسم ۲۰۱۲کال کې ښار کې په فرقه ایزه ، سیاسې او لسانې بینیادونو باندی وژنې زیاتې شوې دی ـ
په کراچۍ کې د فرقه ایزه انختو خبره کوو نو په دې کې زیاتره لاقانونه ګرځول شوې ډلې ککړ دې او په دې کې تحریک طالبان پاکستان د چا چې د بهرنو قوتونو سره اړیکې دی د هغوۍ هم په دې کې لاس دے
شرف الدین میمن

نوموړې زیاته کړه لاقانونه ګرځول شوې ډلي په ښار کې بدامنی جوړوی خو دوۍ په دغه کار کې په مکمله توګه ناکامه کړے شوې دی ـ دے وائې په کراچۍ کې طالبان موجود دي او دا يې د ځان دپاره محفوظ ځايې جوړکړے دے او د دې ځائې نه به خپلې هلې ځلې هم کوې او په ځینو علاقو کې دیره دې خو مونږ د هغوۍ پرضد داسې ګامونه پورته کړې دی چې هغوۍ ته مو مشکلات پیدا کړې دی لکه په هغې کې د کرايې د کورونو ریکارډ په علاقايې سطح په تهاڼو کې جمع کول او نور ـ دے وائې په کراچۍ کې طالبان د بنکونوپه لوټلو او د تاوان دپاره په خلکو تښتولو کې ککړ دې ـ او په دې طریقه هغه فنډونه جمع کوېـ
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:36 0:00
Direct link

د شیعه ډلې د شمیرې ترمخه په کال دوه زره دولسم کې ټول ملک کې د دوۍ پنځه سوه او دوه ۵۰۲غړې د تره ګرۍ او هدفې وژنو په پیښو کې وژل شوې دی او په دی شمیره کې زیات کسان په بلوچستان ایالت کې یو سل شپږ پنځوس۱۵۶ سنده ایالت کې یوسل پنځه څلویښت ۱۴۵چې پکې یواځې په کراچۍ کې یوسل او شپږ دیرش ۱۳۶غړی په نخه کړے شوې دی ـ د مجلس وحدت المسلسمین مرکزې جنرل سیکرټری صادق رضا تقوې وائې د شیعه ډلې غړې د یو سازش لاندې وژل کیږې ـ دے وائې دا یوه نړۍ واله ایجنډه ده چې هغه په ګرده نړۍ او په خصوصې توګه پاکستان کې د هغوۍ اله کار القاعده او طالبان او هغه وړې وړې تکپیرې ډلې کومې چې په مسلکې مسلو شیعه او سنیانو دواړو ته کاپر وائې او وژنې يې ـ هلته بیا په کراچۍ کې د مذهبې ډلې اهل سنت والجماعت چې پخوانے نوم يې لاقانونه ګرځول شوے سپاه صحابه دے ویان اکبرسید وائې په تیرکال کې ټول ملک کې د یادې ډلې د شپږنیم سوه ۶۵۰نه زیات غړې وژل شوې او یواځې په کراچۍ دوه سوه ۲۰۰غړی او سل ۱۰۰پلویان په هدف کړے شوې دی ـ دا چې په کراچۍ کې د یادې ډلې د غړو په وژنه کې څوک ککړ دی او فرقه انختې څوک جوړوی د دغی پوښتنې په جواب کې نوموړے وائې دا هغه خلک دې چې دلته د سنې ډلې عالمان او غړې په نخه کړې اوبیا ګاونډې هیواد ایران ته او تښتې او هم د هلتې نه ورته دا هدایات میلاویږې او په خپله د شیعه ډلې نیول شوو کسانو د اهل سنت والجماعت د کسانو د وژنې اقرار کړے دے ـ د کراچۍ د ایوان صنعت وتجارت مشر هارون اگر وائې د وړاندې کلونو په نسبت تیرکال ۲۰۱۲ کې تره ګرۍ او بدامنۍ د کراچۍ معیشیت یا کاروبار ته غټ زیان اړولے دے ـ دے وائې د پنځلس نه تر شل فیصده پورې کاروبار کم شوے دے او هم له دې بدامنۍ او مختلفو ډلو له خوا د قلنګ او په کاروباریانو د حملو او تاوان دپاره د تښتولو له کبله ډیر صنعت کار اوسوداګر سرې لنکا او بنگله دیش ته منتقل شوې دی او دا سلسله وس هم دوام لری ـ د بشری حقونو د کمیشن مشره زهره یوسف وائې په کراچۍ کې انتها پسنده ډلوځینی علاقې په خپله ولقه کې اخستې دی او په غټه کچه ورسره وسله هم ده او له دې وجې په خلکو کې سخته یره خوره ده که د دوۍ مخ نیوے اونه شو نو حالات به ډیرخراب شې ـ خو مشیر داخله شرف الدین میمن وائې حکومت د دی د مخ نیوی دپاره ګامونه پورته کړې دی لکه ښار د وسلې نه پاکول او تره ګرو ته په عدالتونو کې د سزا ورکولو دپاره په صوبائې او مرکزې سطح په قانون جوړولو هم کار روان دے ـ ښار کې ګنړ شمیر تره ګرنیول شوې دی قانون نافذه ونکې اداری په کامیابۍ خپل کار ترسره کوی خوپه ښار کې د تره ګرو او وران کارو د شتون غټه وجه په دوۍ په عدالتونو کې د ګواه کمے او سزا نه ورکول دې په حکومتی سطح په دی خبرو هم کار شروع کړے شوے او تریوه حده ترسره کړے شوے دے

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG