دزيارت په ورځ دپاکستان داقتصادي مرکزکراچۍ په اورنگي ټاؤن سيمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دسياسي ډلې متحده قومي موومنټ( ايم کيو ايم) دصوبائي اسمبلۍ غړى سيد منظرعام وژل شوى دى.
دابتدائي راپورونو ترمخه داورنگي ټاؤن په نشان حيدر چوک کې دايم کيو ايم ايم پي اى منظرامام دخپلو دريوؤ ساتونکو سره گاډي کې روان وؤ چې نامعلومو وسله والو پرې ناتاره ډزې وکړې.
ددغو ډزو له امله دسندهـ د صوبائي اسمبلۍ د غړي منظرامام پشمول دوه تنه وژل شوي او يو بل تن ژوبل شوى دى.
دپيښې وروستو په اورنگي ټاؤن کې يو شمير مظاهره چيانو هوائي ډزې کړې او دوکانونه تړل شوي دي.
اگست کال 2010م کې هم داورنگي ټاؤن دحلقي څخه منتخب شوى دايم کيو ايم دصوبائي اسمبلۍ غړى رضا حيدر دکراچۍ په ناظم اباد سيمه کې وژل شوى ؤ، ددغه پيښې وروستو کراچۍ کې دتشدد پيښې رامينځته شوې وې چې پکې 11 کسان وژل شوي اؤ 35 نور ژوبل شوي وؤ.
رضا حيدر هاغه وخت په نخښه کړل شوى چې هغه په يو جومات کې يوه جنازه کې گډون کولو، ددغو ډزو په نتيجه کې هغه ژوبل شوى ؤ او په لاره هسپتال ته درسول کيدو په مهال يې ساه ورکړې وه.