لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : دډزو پيښو کې مذهبي مشر ژوبل،١٠ کسان مړۀ


دپاکستان داقتصادي مرکز کراچۍ په گلشن اقبال سيمه کې دنامعلومووسله والو په ډزو دمذهبي ډلې اهلسنت والجماعت مشر اورنگزيب فاروقي ژوبل شوى او په دغه پيښه کې درې پوليس، يو ډرائيور دهغه يو محافظ وژل شوى دى چې ددې سره نن په ښار کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠ؤ ته رسيدلې ده.
داهلسنت والجماعت ديو وياند ترمخه گلشن اقبال کې دموتي محل سره نزدې په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو دمولانا اورنگزيب فاروقي په گاډي ناتاره ډزې کړي چې له امله يې دهغه ددريوؤ پوليس ساتونکو پشمول پينځه کسان وژل شوي دي.
پيښه کې داورنگزيب فاروقي ذاتي محافظ او ډرائيور هم وژل شوي دي.
دوسله والو په ډزو کې اورنگزيب فاروقي، يو ساتونکى او يو پوليس ژوبل شوى خو دمذهبي مشر حالت دخطرې څخه بهر ښودل کيږي.
گلشن اقبال کې دډزو ددغه پيښې په ضد په ناگن چورنگي پاريدلو مظاهرينو احتجاج کړى چې له دې وروستو سيمه کې کاروباري مرکزونه تړل شوي دي او دپوليسو ترمخه په عائشه منزل ځينو پاريدلو کسانو يو بس ته اور اچولى.
دکراچۍ په نورو بيلا بيلو سيمو کې هم نن پينځه کسان وژل شوي دي.
ښار کې دډزو لمړۍ پيښه شاه فيصل کالونۍ کې رامينځته شوه چې دغلته نامعلومو کسانو يو تن وژلى او بل ژوبل کړى، اورنگي ټاؤن سيکټر پينځم کې هم دنامعلومو وسله والو په ډزو ديوې مذهبي ډلې سره تعلق لرونکي دوه کسان وژل شوي، هم په اورنگي ټاؤن کې دډزو له امله يو تن وژل شوى، يو ژوبل شوى او لانډهي کې دناتاره ډزو په نتيجه کې درې کسان ژوبل شوي دي.
دنهې په ورځ سحر وختي دکراچۍ په درخشن سيمه کې ديو پوليس افسر ځوې وژل شوى.
دکراچۍ په بيلا بيلو سيمو کې اکثره مهال په سياسي، لساني ، مذهبي او ډله ييز اساس دغه رقم دهدفي وژنو پيښې رامينځته کيږي او په ښار کې فعاله ستر سياسي گوندونه متحده قومي موومنټ او عوامي نيشنل پارټي ددې ذمه واري په يو بل اچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG