دهند پوځ وائي پاکستانى عسکر يې وژلى

هندي پوځ پخلى کړى چې دپاکستان اؤ هند ترمينځ دلانجمنې سيمې کشميردويشونکې کرښې (لا ئن اف کنټرول ) څخه پورې غاړى اوښتلى پاکستانى پوځي يې وژلى اؤ پاکستان دهند څخه ددغه پوځي دمړي دواپسۍ غوښتنه کړې ده.
دهند پوځ پخلى کړى چې پاکستاني پوځ هند سره تماس نيولى اؤ دوژل شوي پوځي مړى يې بيرته غوښتى.
دشمالي کمانډ پوځي وياند راجيش کهاليه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې مونږ دلا ئن اف کنټرول سره تيره ورځ په شکمن نقل وحرکت پوهه شو، زمونږ دعسکرو لخوا ډزې وکړل شوې اؤ وروستو نښته کې هغه(پاکستانى پوځي) ووژل شول.
دهند پوځي وياند وائي چې ددغه پاکستاني پوځي دمړي سره نزدې AK47 ټوپک هم ترلاسه شوى.
يو پاکستاني امنيتي چارواکي وئيلي دي چې دخالد نومې دغه پاکستاني عسکر دمړي واپس کولو لپاره مونږ هندي چارواکو سره رابطه ساتو.
دغه پاکستاني چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط دا هم وئيلي دي چې پاکستاني پوځي په کهوئي رتا سيکټر کې دلا ئن اف کنټرول څخه پورې غاړه په خطا کې اوښتى ؤ.
دروان کال دجنورۍ په مياشت کې په لا ئن اف کنټرول دډزو په دغه رقم پيښو کې پينځه عسکر وژل شوي وؤ، چې پکې ددريوؤ تعلق دپاکستان اؤ دوؤ دهند سره ؤ.
هندي حکومت تور لگولى ؤ چې دهغوي ديو پوځي څخه سرقلم کړل شوى ؤاؤ په دې يې دغصې څرگندونه کړې وه، خو پاکستان دغه شان تورونه رد کړي وؤ اؤتجويز يې وړاندې کړى ؤ چې په لا ئن اف کنټرول درامينځته شوؤ پيښو پلټنه دې دملگرو ملتونو عسکري مبصرين وکړي.