افغانستان : افغان پوليسو خپل څلور ملگري عسکر وژلي دي

افغان عسکر

دجمعې په ورځ چارواکو وئيلي دي چې جنوبي افغانستان کې دخپلو ملگرو له لوري دډزو په يوه پيښه کې لږ ترلږه څلور افغان پوليس وژل شوي دي.
دغه پيښه دزيارت په ماښام دناقراره ولايت هلمند په گريشک اولسوالۍ کې رامينځته شوې ده.
په هلمند کې دگريشک اولسوالۍ دپوليسو مشر توريالي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي تيره شپه خواؤشا لس بجې څلور پوليس عسکر دهغوي دنورو پينځوؤ ملگرو لخوا په ډزو سره وژل شوي.
توريالي وويل پينځه واړه نور عسکر په تيښته کې بريالي شوي.
هغه وويل کومو پينځوؤ عسکرو چې پخپلو څلورو ملگرو ډزې کړي هغوي يوې امنيتي پوستې دطالبانو ديو ممکنه بريددمخنيوي لپاره ليږل شوي وؤ.
توريالي وويل وژل شوي او بريدکوونکي ټول عسکر په پوليس کې نوي گمارل شوي وؤ.
دهلمند دپوليسو مشر عبدالنبي الهام دڅلورو عسکرو دوژنې پخلى کړى او وئيلي يې دي په دې اړه پلټنې پيل کړل شوي چې ايا دغه پيښه دکوم زباني تکرار نتيجه خو نۀ وه ، يا پيښه کې دطالب جنگيالو لاس شته که نه؟
په سمدستي توگه ددغه پيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې خو په تيرو وختونو کې اکثره مهال دطالب جنگيالو له لوري دغسې بريدونه ترسره شوي.
افغانستان کې په دې وروستو مياشتو کې دخپلو ملگرو له لوري په سيمه ييزو او بهرنو عسکرو بريدونو کې اضافه راغلې او ديو راپور ترمخه په دغسې بريدونو کې سږ کال خواؤشا 50 بهرني عسکر وژل شوي.