لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا کې دنائن اليون کليزې دستورې


USA-SEPT11/
USA-SEPT11/
دنهې په ورځ به دامريکا صدر براک اوباما اودهغه ميرمن مشيل دوائټ هاؤس په لان دامريکا په نيويارک او واشنگټن ډي سي دالقاعده دترهه گريزو بريدونو د11مې کليزې نمانځلو په ترڅ کې خاموشي خپلوي.
اوباما به دخاموشۍ دغه شيبه باالکل هم په هاغه وخت نمانځي په کوم وخت چې په نيويارک کې د ورلډ ټريډ سنټر سره دوه جهازونه ټکر شوي وؤ او بيا به په پينټاگون کې هم يوه دغه شان دستوره کوي، په پينټاگون سره هم په دکال 2001ء دترهه گريزو بريدونو په مهال يو دريم جهاز ټکر شوى ؤ.
لکه دتيرو کلونو پشان به په ورلډ ټريډ سنټرکې دوژل شوؤ کسانو دکورنو غړي په گراؤنډ زيرو کې ددغه پيښې دښکار شوؤ کسانو دنومونو لوستو په يو رسم کې برخه اخلي، خو فرق به دا وي چې دگراؤنډ زيرو په دستورو کې به کوم منتخب چارواکى برخه نۀ اخلي.
دامريکا مرستيال صدر جوبائيډن به دپينسلوانيا په شينکسويلي کې يوې دستورې ته وينا کوي، دغلته يو څلورم جهاز وروستو له هغې تباه شوى ؤ چې مسافرو ددغه جهاز دکنټرول ترلاسه کولو هڅه وکړه او په ممکنه توگه يې دا په واشنگټن کې يو بل هدف ته درسيدو څخه منعې کړو.
دامريکا ددفاع وزير ليون پنيټا وائي بايد هيواد په افغانستان کې په کال 2001ء کې القاعده او دهغې مشر اسامه بن لادن ته دپناه ورکړو طالبانو په ضد دجگړې لپاره گمارل شوي پوځيان هير نۀ کړي.
پنيټا وويل زما انديښنه دا ده چې مونږ ددې هيواد لپاره دمړۀ کيدونکو او جگړه کوونکو لوري ته پام نۀ گرځوؤ يا دهغوي په اړه فکر نۀ کوؤ، هغه وويل مونږ اوس هم دافغانستان په جگړه کې ښځې او سړي بائيلو، هره ورځ هغوي جگړه کوي ترڅو ددې هيواد حفاظت باوري کړي، مونږ دغه قرباني نۀ شو هيرولى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG