لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوکرېن روس سره د ۳۰ ورځو د عمومي ډز بندۍ په اړه د امریکې د تجویز حمایت وکړو


امریکايي او د یوکرېن چارواکو په جده کې په یوکرېن کې د امن په موضوع خبرې اترې وکړې
امریکايي او د یوکرېن چارواکو په جده کې په یوکرېن کې د امن په موضوع خبرې اترې وکړې

یوکرېن د روس سره د ۳۰ ورځو د عمومي ډزبندۍ په اړه د امریکې د تجویز حمایت وکړو، په بدل کې به امریکا یوکرېن سره په پوځي او استخباراتي امداد قدغنونه لرې کړي. دا اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ په سعودي عرب کې د امریکايي او د یوکرېني چارواکو د خبرو اترو وروسته په مشترکه اعلامیه کې وشو.

د اعلاميي ترمخه، امریکا او یوکرېن په دې خبره هم متفق شول د یوکرېن نایابو معدنیاتو ته د امریکې د لاس رسي په اړه به دواړه ملکونه زر تر زره معاهده هم لاس لیک کړي.

په مشترکه اعلامیه کې وویل شوو چې یوکرېن رضامندي ښکاره کړه چې د امریکې په تجویز په سمدستي ډول د موقتي وخت دپاره د ۳۰ ورځو ډزبندي عملي کړي.

د بیان ترمخه د دواړو فریقېنو په رضامندۍ دا ډزبندي د روس سره په هم غږۍ غځېدلی هم شي.

په بیان کې وویل شوو چې امریکا به د روس سره رابطه کوي او د روس جواب امن ترلاسه کولو دپاره بنیادي خبره ده.

مشترکه بیان وویل امریکا به په سمدستي ډول یوکرېن سره د استخباراتي معلوماتو په شریکول ځنډ ختم کړي او یوکرېن سره به د امنیت په برخه مې امداد بیا شروع کړي.

د فېبرورۍ په ۲۸ نېټه په وایټ هاوس کې د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي سره د تاوتریخوالي نه د ډک ملاقات وروسته صدر ډانلډ ټرمپ یوکرېن سره مرسته ځنډولې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG