دشام له لوري دترکي په حدودو کې دمارټر دگولې پريوتو وروستو ترکي پرله پسې په دوهمه ورځ هم ځوابي کارروائي دوامداره ساتلې ده او دترکي دپارليمان په يوه ځانگړې غونډه کې دپولې پورې غاړې دپوځي کارروايۍ لپاره داجازت ترلاسه کيدو په گام غور کولى شي.
دترکي دوزيراعظم طيب اردگان يوه نزدې سرچينه وائي ترکي شام سره په جنگ کې دلچسپي نۀ لري خو دضرورت په وخت به ځوابي کارروائي کوي.
دشورو په ورځ دترکي په اکاکيل نومې سيمه کې دشام څخه دمارټر دگولې لگيدو له امله پينځه دترکي وگړي وژل شوي وؤ.
دترکي چارواکي او دبشري حقونو دتحفظ لپاره کارکوونکي مخالف غړي وائي دشام دتل ابياد په سرحدي سيمه کې دځوابي بريدونو له امله شامي پوځيان وژل شوي ، خو دهغوي دقيقه شميره يې نۀ ده په ډاگه کړې.
دشام داطلاعاتو وزير عمرزوبي وائي دمشق دمارټر دفائر کيدو ددغه پيښې پلټنه کوي او دا چې په دغه پيښه کې دوژل شوؤ کسانو دکورنو سره شام دغمرازۍ څرگندونه کوي.
دترکي وزيراعظم طيب اردگان دشورو په ورځ وئيلي وؤ چې انقره دنړيوال قانون سره سمه کارروائي کوي او دشام لخوا داخستل شوؤ گامونو دځواب ورکولو کې به نۀ ناکاميږي.
دامريکا دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن هم وئيلي دي چې په ترکي دمارټر په بريد واشنگټن دخفگان او غصې څرگندونه کوي، ترکي دنيټو يو ائتلافي دى.
ترکي دملگرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل ته يو خط هم ليږلى چې پکې دشام دجارحانه کارروايۍ داودرولو غوښتنه شوې ده او دملگرو ملتونو ډيپلوماټان وائي کونسل دسرحدي بريدونو په غبرگون کې دبيان جاري کولو لپاره کونسل غور کوي