لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: شام کې په ملکي خلکو حملې زیاتې شوې


د ملگرو ملتونو د یو تحقیقاتي کمیشن مشر پاؤلاؤ پنهائرو
د ملگرو ملتونو د یو تحقیقاتي کمیشن مشر پاؤلاؤ پنهائرو
د ملگرو ملتونو څیړنکاران وائي د شام د ١٨ میاشتو په کړکیچ کې د صدر بشارالسد د حکومتي ځواکونو او باغیانو د طرفه په عام ملکي کسانو باندې حملو کې زیاتوالی راغلی دی.
د ملگرو ملتونو د یو تحقیقاتي کمیشن مشر پاؤلاؤ پنهائرو د گل په ورځ جنیوا کې د ملگرو ملتونو د انساني حقوقو کونسل ته وئیلې په عام خلکو د حملو پیښې دومره زیاتې دې چی د هغه ډلې په مکمله توگه ددې تحقیقات نه دي ترسره کړې.
د ملگرو ملتونو کمیشن خپل رپورټ تیره میاشت تیار کړی دی پکې وویل شوې حکومت او د حکومت مخالفینو جنگي جرائم کړې دي خو د حکومت د مخالفینو جرائم ډیر زیات سنگین دي.
د ملگرو ملتونو کمیشن خپل رپورټ کې دا خبره هم کړې ده چې شام کې اوس د خارجي وسله والو، په خصوصي توگه اسلام پلوه جنگیالو، شمیره زیاته شوې ده. دا وړمبي وار دی چې وویل کیږي د شام په جنگ کې غیر ملکیان هم ککړ دي.
خو د شام ځنې باغیان دا خبره ردوي چې خارجیان د حکومت خلاف جنگ کې ککړ دي. خو ځنې وائي په لږه شمیره کې خارجیان د حکومت خلاف جنگ کې د باغیان په صفونو کې شامل شوې دي.
جینوا کې ملگرو ملتونو کې د شام استازې فیصل خباز حمولي د ملگرو ملتونو په رپورټ تنقید کړی دی. هغه وئیلې د نړې والې ټولنې غړې د شام کړکیچ نور سنگین کول غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG