لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکيميائي وسلې په استعمال شام ته دصدر اوباما خبردارى


د شام صدر بشارالسد
د شام صدر بشارالسد

دامريکا صدر براک اوباما دشام صدر بشارالاسد ته خبردارى ورکړى چې که چرې دهغه حکومت کيميائي وسله وکاروله نو ددې لپاره به هغه مسؤل گرځولى شي.

له دې وړاندې شامي حکومت په ډاگه کړې وه چې دخپل اولس په ضد به کيميائي مواد نۀ کاروي نو که چرې بهرنى بريد پرې وشي نو ددغسې کولو څخه به ډډه نۀ کوي.

امريکائي صدر براک اوباما وائي که چرې د شام حکومت دکيميائي وسلو دکارولو دردناکه غلطي وکړه نو نړيواله ورورولي او امريکا به ترې ځواب غواړي.

دگل په ورځ دوسله وال پوځ پخوانو عسکرو يوکنونشن ته په وينا کښې صدر اوباما وويل نړۍ دشام څارنه کوي.

دهغه وينا وه که چرې شامي حکومت کوم زهرژن گيس يا نور خونړي کيميائي مواد وکاروي نو ددې مسؤل به صدر بشارالاسد وي.

بل لوري ته په حلب کښې سختې نښتې روانې دي او دغلته ياغي پوځ دښار په ځينو برخو دقبضې کولو ادعا کړې ده.

دشام دخارجه وزارت وياند جهاد مقدسي وائي ټوله وسله دوسله والو پوځونو په قبضه کښې ده او محفوظه ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG