دنړيوال ټي ټوئنټي دسُپر ايټ په يو مهم ميچ کې پاکستان ديوې دلچسپې مقابلې وروستو جنوبي افريقې ته په دوؤ وکټو ماتې ورکړې.
دجمعې په ورځ په کولمبو کې ترسره شوي دغه ميچ کې جنوبي افريقې دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله وکړه او په مقررو 20ؤ اورونو کې يې دشپږو وکټو په تاوان 133 رنز جوړ کړل.
دجنوبي افريقې لخوا جى پي ډوميني 48، ايبي ډي ويلئيرز 25، ، فرحان 18 ، جاکس کيلس 12 ، ايلبي مورکل 9، هاشم امله 6 او روبين پيټرسن درې رنز جوړ کړل.
دپاکستان لخوا ياسرعرفات او محمد حفيظ دوه دوه او سعيد اجمل او عمر گل يو ، يو وکټ ترلاسه کړه.
دجنوبي افريقې ددغه هدف په ځواب کې پاکستان دښه بيټنگ پرانسته وکړه خو دعمران نذير او بيا دمحمد حفيظ داوټ کيدو له امله وروستي راتلونکي بيټسمينان په سخت فشار کې پاتې شول او پرله پسې دوکټو پريوتو له امله دټيم په ستونزو کې نوره اضافه وشوه.
دپاکستان لخوا اوپنر عمران نذير14، کپتان محمد حفيظ ،15 رنز جوړ کړل ، له دې وروستو ناصر جمشيد په صفر او کامران اکمل په يو رن اوټ شو.
دشعيب ملک او عمر اکمل ترمينځ دلږ وخت لپاره ښه پارټرنر شپ اوټ شو خو بيا په 12 رنز دشعيب ملک داوټ کيدو وروستو تکړه لوبغاړى شاهد افريدى هم په صفر او ياسر عرفات په درې رنز اوټ شول او په پاکستاني ټيم دجنوبي افريقې فشار يو ځل بيا کښيناستو.
په دغه موقع داسې ښکاريده چې په ظاهري ډول ميچ دپاکستان دلاسه ووتو خو دعمر گل له لوري ددروؤ چکو او دوؤ چوکو په مدد سره د32 رنز کولو سره دپاکستان پوزيشن ښه شو.
پاکستان په 19.4ؤ اورونو کې داتوؤ وکټو په تاوان مقرر شوى هدف ترلاسه کړو، دښې کارکردگۍ په بنياد عمرگل دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځولى شو