لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسټریلیا او ټي ټونټي نړیوال کپ لپاره د پاکستان ټیم اعلان


د پاکستان کرکټ بورډ د اسټریلیا او د ټونټي ټونټي یا د شلو اورونو نړیوال کپ لپاره د کرکټ ټيم اعلان کړى دى.
د نهې په ورځ په لاهور کې د پاکستان کرکټ بورډ د غونډې وروسته د د ټيم د لوبغاړو د نومونو اعلان وکړې شو.
وکټ کېپر کامران اکمل ، عبدالرزاق او تېز باولر محمد سمیع هم ټیم کې شامل کړې شوي دي. د بورډ فېصلې ترمخه محمد حفیظ به د کال تر اخر پورې د ټي ټونټي ټیم کپتان وي.
د ټیم په نورو لوبغاړو کې عمران نذیر، ناصر جمشید ، اسد شفېق، شعېب ملک، شاهد افریدی، یاسر عرفات، سهېل تنویر، عمر گل، سعید اجمل او حسن رضا شامل دي.
د اسټریلیا پرضد د ټي ټونټي مېچونو سریز لمړی مېچ به د سېپټمبر په پېنځه نېټه دبۍ کې کېږي. نړیوال د ټونټي ټونټي کپ به په سېټمبر په میاشت کې سری لنکا کې کېږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG