لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوئس چارواکو ته په ليکلي خط دسترې محکمې تحفظات


دپاکستان سترې محکمې دصدر اصف علي زرداري په ضد دمقدمې بحالۍ لپاره سوئس چارواکو ته د ليکل شوي خط په متن دتحفظاتو څرگندونه کړې او حکومت ته يې دعدالتي اعتراضونو لرې کولو لپاره 10م اکتوبر پورې مهلت ورکړى دى.
دقانون وفاقي وزيرفاروق ايچ نائيک نن په ورځ سپريم کورټ کې دخط ترميم شوې مسوده وړاندې کړه چې په هغې محکمې دتحفظاتو څرگندونه وکړه.
دقانون دوزير په غوښتنه زياتره کارروائي دعدالت دکمرې پځايې دججانو چيمبر کې وشوه ، ځکه دبينچ دتحفظاتو دنوعيت په اړه څه نۀ دي وئيل شوي.
جسټس اصف سعيد کهوسه وويل په داسې حال کې دغه معامله اوس هواري ته نزدې ده ځکه عدالت حکومت ته دنورو څوورځو دمهلت ورکولو لپاره تيار دى.
هغه وويل مسوده دعدالتي حکم دروح مطابق نۀ ده.
هغه وويل دمسودې لمړى او دوهم پيراگراف دعدالت حکم مطابق دى خو دريم پيراگراف دلمړودواړو برخو نفي کوي.
په دغه موقع هغه امر وکړو چې مسوده دې دعدالتي امر مطابق جوړه کړل شي.
دعدالتي کارروايۍ وروستو فاروق نائيک خبريالانو سره خبرو کې وويل خط کې دعدالتي فيصلې مطابق بدلونونه شوي وؤ او وزيراعظم راجه پرويز اشرف ددې منظوري ورکړې وه.
هغه وويل ججانو ددغه خط متن ولوستو او زۀ يې چيمبر ته وغوښتم، څه دهغوي او څه زمونږ تحفظات وؤ چې مونږ ورته په ډاگه کړل ، له دې وروستو مې هغوي ته وويل وزيراعظم سره دصلاح مشورې لپاره وخت پکاردى، چې دغه شان په دغه اړه څه فيصله وي دهغې څخه عدالت خبر کړل شي.
فاروق نائيک دخط په متن دسترې محکمې دتحفظاتو ښودلو څخه ډډه وکړه او وې وئيل غواړي چې معامله په ښه انداز کې هواره شي.
هغه يو ځل بيا دا حکومت دريځ تکرار کړو چې دائين دشق 248م لاندې اصف علي زرداري ته دپاکستان دصدر په توگ دهرشان عدالتي کارروايۍ څخه استثنا ترلاسه ده.
دجسټس اصف سعيد کهوسه په مشرۍ دسترې محکمې پينځه کسيز بينچ داين ار او عمل درامد دمقدمې په تيره اوريدنه کې وئيلي وؤ که چرې تر پينځم اکتوبر اعتراضونه لرې نۀ کړى شول نو عدالت به دوزيراعظم په ضد دعدالت دسپکاوي دکارروايۍ په بيا پيل کولو مجبوره شي.
ددغه خط متن تر دې مهاله مخې ته نۀ دى راغلى خو دسيمه ييزې ميډيا ترمخه حکومت دسوئس چارواکو په نوم خط کې دپخواني اټارني جنرل ملک قيوم دليکلي خط دبيا اخستو وينا کړې خو په دې کې دصدر اصف علي زرداري په ضد دمقدمو دبيا پرانستو يادونه نۀ ده شوې
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG