دپاکستان سترې محکمې دزيارت په ورځ دوزيراعظم سيد يوسف رضا گيلاني په ضد دعدالت دسپکاوي دکيس اوريدنه دمارچ تر 26مې نيټې پورې ځنډولې ده.
نن دجسټس ناصرالملک په مشرۍ 7 کسيز بينچ ددغه کيس اورونه وکړه.
دپاکستان دوزيراعظم وکيل اعتزاز احسن وائي دارټيکل 10(a) ترمخه روڼ انده مقدمه دهر وگړي ائيني حق دى او په کومه طريقه چې دغه مقدمه ترسره کولى شي هغه دارټيکل 10(a) سره تضاد لري.
دوزيراعظم وکيل اعتزاز احسن وويل " زما دجوازونو غلطه تشريح کولى شي"
هغه وويل کومو قاضيانو چې وزيراعظم ته شوکاز نوټس جاري کړى ؤ هغوي دکيس داورونې اهل نۀ وؤ.
ددې په ځواب کې عدالت وويل که چرې داعتزاز احسن دا دريځ ومنل شي نو بيا به هر چاته دعدالت داهليت چيلنج کولو ازادي ترلاسه شي.
دشورو په ورځ اووۀ کسيزه بينچ فيصله کړې وه چې د22م مارچ څخه به روزانه اورونه کوي.
اعتزاز احسن وويل چې دجنورۍ په 10مه نيټه دسپريم کورټ لخوا دشپږو لارو يا اپشنو په فيصله کې چې کومه سخته لهجه استعمال شوې وه دهغې دجاج اخستو څخه په ډاگه کيږي لکه چې ججانو دوړاندې څخه وزيراعظم ته دسزا ورکولو فيصله کړې وي.
اعتزاز زياته کړه عدالت دمفروضو په اساس کارروائي مخ په وړاندې نۀ شي بوتلى ځکه چې دا يوه فوجداري مقدمه ده او فيصلې بايد يواځې دهاغو ثبوتونو په اساس وشي چې دعدالت په وړاندې پيش کولى شي.
دوزيراعظم مقدمه اوريدونکى بينچ وړتيا نۀ لري: اعتزاز

1