لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسۍ تيراه سيمه تندروانو په کنټرول کې اخستې


په داسې حال کې چې دپاکستان اؤ افغانستان تر مينځ په پوله د پرتې قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ د تيراه څخه نورې گڼ شمير کورنۍ جمرود ته رسيدلي طالبانو په تيراه کې دکوکي خيل قبيلې دواک لاندې سيمو باندې مکمل کنټرول ترلاسه کړى دى.

سرچينې وائي په نوؤ قبضه شوؤ سيمو کې دخپلو مقاماتو دمضبوطولو ترڅنگ طالبانو په باغ او سره وياله نومې سيمو کې دکوکي خيل قبيلې دمشرانو ځينې کورونه هم سوځولي دي.

سرچينې وائي طالبانو دسيمه ييزو جوماتونو په لاؤډسپيکرو خلکو ته اعلان کړى چې دخپلو کورونو دپاسه دې سپين بيرغونه وځړوي او دخپلو کورنو څخه دې طالبانو ته يويو تن ورکړي. دجمرود مرستيال پوليټيکل ايجنټ يا اى پي اى بختيار مومند پخلى کړى چې اوس دذخه خيل دبازار نه علاوه ټوله تيراه سيمه ددريوؤ غيرقانوني تندروه ډلو تحريک طالبان پاکستان(طارق افريدي ډلې) دلښکراسلام دمشر منگل باغ او تندروه ډلې انصارالاسلام په بشپړه قابو کې ده. هغه وويل په داسې حال کې چې طالبان دکوکي خيلې قبيلې سيمو ته ننوتلي منگل باغ په سپاه او ملک دين خيل سيمو کې پخپله قلعه قابو لري ذخه خيل قبيله دذخه خيل په بازار قابو لري.

هغه وويل انتظاميه يې دکوکي خيلې قبائيلو دجلوزو کيمپ ته دمنتقل کولو لپاره انتظامات کړي ، خو تردې مهاله هغوي ته څوک نۀ دي رارسيدلي.هغه وويل زياتره کډوال دخپلو خپلوانو کره د جمرود په بيلا بيلوبرخو کې اوسيدو ته اوليت ورکوي، ځينې کسان بې کوره دي خو هغوي هم جلوزو ته تگ نۀ غواړي او دکرايه کورونو نيولو ته فوقيت ورکوي. دامنيتي ځواکونو لخوا په دره ادم خيل کې دبرياليو عملياتو او دطارق افريدي ډلې د جنگيالو ددغه سيمې څخه دويستو وروستو په 2010م کې هغوي په دوا توئي او مهران کلي سيمو کې ځينې مرکزونه جوړ کړي وؤ، او دهاغه وخت راهسې طالبانو په تيراه کې پناه اخستې، په 2010-2011م کې دکوکي خيلې قبيلې په ضد دهغوي له لوري ترسره شوؤ دوؤ ځانمرگي بريدونو کې دکوکي خيلې قبيلې د100ؤ څخه زيات کسان وژل شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG