د برطانيي سرښار لندن یو عدالت په متفقه توگه پاکستاني کرکټران سلمان بټ او محمد آصف په کرکټ کې د ټگۍ او میچ فکسنگ په الزاماتو مجرمان گرځولې دي.
د عدالت د ١٢ واړؤ منصفانو متفقه فیصله وه چې دواړه لوبغاړي د ټگۍ په سازش کې شامل وو خو په ١٢ ؤ کې د ١٠ ؤ قاضیانو رائې وه چې کرکټرانو دغه گام د پیسو د پاره اخستی وو.
سلمان بټ، محمد آصف او محمد عامر ته په ممکنه توگه اوه کاله د قید سزا ورکړی کیدی شي. د سزا اورونه به هم په دې هفته کې کولی شي.
د پاکستاني لوبغاړو د مقدمې د برطانيي سرکاري وکیل سیلې والش وائي میچ فکسنگ نه یواځې د لوبغاړیتوب د جذبې خلاف کار دی بلکه دا سنجیده جرم هم دی.
ددې نه وړاندې د پاکستان پخوانی کپتاني کپتان سلیم ملک وړمبی لوبغاړی وو چې په کال ١٩٩٩ کې د میچ فکسنگ په جرم د ټول عمر د پاره د لوې نه بهر کړی شو. ددې نه ورستو د جنوبي افریقې هینسي کرونيی او د هندوستان محمد اظهر الدین باندې هم ټگۍ په الزام پابندۍ اولگولی شوې.