لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قیدي هواباز ابهی نندن به نن د واگه له لارې هند ته وسپارل شي ـ هندي مطبوعات


د وزیراعظم عمران خان د وعدې سره جوخت، توقع دا ده چې قیدي هندي پایلټ ابهې نندن به نن آزاد کړای شي.

په هند کې رسنیو خبر ورکړی چې د هند د هوایي ځواکونو پایلټ، ابهی نندن چې د پاکستان په قید کې دی، ښایي نن د جمعې په ورځ به د واگه بندر له لارې هند ته واوړي.

رپوټونه زیاتوي چې پاکستاني چارواکي به ابهې نندن اول له راولپنډۍ نه لاهور ته بوزي او هلته به یې د جینیوا کنوینشن د ضابطو له مخې، د رېډ کراس یا سره صلیب نړېوال تنظیم ته وسپاري.

د هندي پنجاب وزیراعلی اماریندر سینگهـ هیله ښودلې چې په واگه کې به د ابهی نندن هرکلی وکړي.

د عمران خان دا تصمیم چې نن به د هند قیدي پایلټ آزادوي، له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

دغه هندی پایلټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه د پاکستاني ځواکونو لاس ته ورغی چې میگ ٢١ ډوله جنگي الوتکه یې وویشتل شوه او د کنټرول لاین پورې غاړې د پاکستان اختیار لاندې سیمه کې رانسکوره شوه.

د هند وزیراعظم، نریندرا مودي د هغه د فوري آزادیدو غوښتنه وکړه او د پاکستان وزیراعظم عمران خان بیا وویل چې د ښه نیت ښودلو په هدف به قیدي پایلټ د جمعې په ورځ خوشې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG