پخواني وزیراعظم عمران خان د پوځ مشر ته دوهم پرانیستی لیک لیکلی، چې پکې یې ویلي، پوځ د هېواد یوه مهم اداره ده، خو پکې ناست څو "لیوان" ټولې ادارې ته زیان رسوي.
دا لیک په داسې حال کې په ټولنیزه رسنۍ ایکس د عمران خان د رسمي پاڼې نه خپور شوی دی چې نن د خالي په ورځ پاکستان تحریک انصاف ګوند تېرکال د فرورۍ په اتمه نېټه د ترسره شوؤ ټاکنو د یو کال پوره کېدو په مناسبت سره توره ورځ نمانځي او د هیواد په بیلابیلو برخو کې احتجاجونه کوي.
پي ټي آي دعوه کوي چې پروسکال په دې ورځ شوؤ ټاکنو کې په پراخه پیمانه درغلۍ شوي وې خو د پاکستان حکومت اؤ د ټولټاکنو کمیشن د پي ټي آي تورونه ردوي اؤ وایي پي ټي آي د احتجاجونو د لارې ملک اؤ ولس ته زیانونه رسوي.
د عمران خان په لیک کې ویل شوي ،د ترهګرۍ په ضد جګړې لپاره اړینه ده چې ولس باید د پوځ تر شا ولاړ وي.
هغه د پوځ نه غوښتنه کړې ده چې په سیاست کې باید خپل رول پاي ته ورسوي.
څېړونکې حليمه خالد وایي،عمران خان پر پوځ نیوکې کوي، خو دا هېروي چې پخوا پوځ ورسره ډېره مرسته کړې ده.
ډيوه سره خبرو کې هغه وایي د پاکستان تحریک انصاف احتجاج او "توره ورځ" لمانځل د جمهوریت د بحالۍ لپاره نه، بلکې د خپلو ګټو او د نړیوالو رسنیو پام ځان ته د ګرځولو لپاره دي.
عمران خان پخپل لیک کې ویلي، د هغه تېر لیک ته د پوځ له لوري د غیر سنجیده ځواب ویل کېدو وروسته، هغه دا دویم لیک لیکلی. دا ځل یې پکې د نهم مې او شپږویشتم نومبر په مهال د خپل ګوند پر غړو د شوي تشدد یادونه هم کړې ده.
نومورې وایي، اسلام حتی په جنګ کې هم د ښځو او ماشومانو د ساتنې امر کوي. هغه ادعا کوي چې د پوځ له لوري دغه اصول نه دي مراعات شوي، چې له امله یې د ولس نفرت زیات شوی.
نوموړی خبرداری ورکړی که دې مسلې ته په وخت توجه ونه شي، نو هېواد ته به نور زیان ورسوي.
د پارليماني چارو خبريال ښاغلی ثاقب سعید خټک وي او اې ډیوه ته وایي "زما په خيال اوس اسټېبلشمنټ دې ته نه دی راضي چې د عمران خان ټولې خبرې ومني تر څو چې عمران خان خپلې غلطې نه وي منلې. په دې اړه د پاکستان تحريک انصاف تګلاره غير سنجيده ښکاري. اوس هم دوي په جلسو او خبري غونډو کې ډيرې غير سنجيده خبرې کوي"
د عمران خان دې نوي لیک ته پوځ تر اوسه څه ځواب نه دی ویلی، خو مخکې یې څو ځله په سیاست کې د مداخلې له تورونو منلو انکار کړی دی.
کله چې پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې وو ، مخالفینو پرې تور لګاوه چې دا ګوند د پوځ په ملاتړ اقتدار ته رسېدلی دی .
څېړونکې حليمه خالد وایي"په ۲۰۱۸م کال کې، کله چې مخالفو ګوندونو پر تحریک انصاف ګوند د درغلیو تورونه ولګول، عمران خان هغه وخت ویل چې پوځ بېطرفه دی"
هغه وایي ،د پاکستان په سیاست کې پوځ تل مهم رول لوبولی. دلته یوازې پوځ ملامت نه دی، بلکې جمهوري حکومتونه هم همیشه پر پوځ ډېر انحصار کوي
پخپل لیک کې د پوځ د مشر په مخاطب کولو سره عمران خان لیکلي"ما د هېواد او ولس د ښېګړې لپاره په نېک نیتۍ سره د پوځ مشر (تاسو) ته پرانیستی لیک ولیکه، د لیک موخه دا وه چې د پوځ او ولس ترمنځ ورځ تر بلې زیاتېدونکې فاصله کمه شي، خو د هغې لیک ځواب په بېپرواهۍ او غیر مسؤلانه ډول راکړل شو"
عمران خان لیکلي"زه د پاکستان پخوانی وزیراعظم یم او د هېواد د تر ټولو ستر او مقبول سیاسي ګوند مشر یم. ما خپل ټول ژوند په نړیواله کچه د پاکستان نوم روښانه کولو ته وقف کړی. له ۱۹۷۰ راهیسې، زما ۵۵ کلنه ولسي ژوند او ۳۰ کلنه شتمني ټولو ته ښکاره ده. زما ژوند او مرګ یوازې او یوازې د پاکستان لپاره دی."
پخواني وزیراعظم لیکلي "زه یوازې د خپل پوځ د حیثیت او د پوځ او ولس ترمنځ زیاتېدونکې فاصلې ته اندېښمن یم، نو ځکه مې دا لیک ولیکه. ما چې کوم ۶ نکات په ګوته کړي، که د ولس رایه پکې واخیستل شي، ۹۰ سلنه خلک به یې تایید کړي"
پخپلو شپږو نکاتو کې هغه د ایجنسو له لارې د ټاکنو د درغلیو او پایلو بدلولو سره د لاسپوڅي حکومت جوړیدلو ته ناروا ویلي، تور یې لګولی چې د عدلیې قبضه کولو لپاره د پارلیمان نه د وسلې په زور ۲۶م اییني ترمیم منظور کړل شوي اؤ د خپلې خوښې ججان په عدلیه کې لګول شوي
Forum