لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هایکورټ:که امریکې سره د بندیانو د تبادلې تړون نشته نو څنګه ورته پاکستان د داعش نیول شوی غړی وسپارلو؟


امریکايي چارواکي وايي محمد شریف الله په کابل کې د داعش په ځانمرکي حمله کې ککړ دی
امریکايي چارواکي وايي محمد شریف الله په کابل کې د داعش په ځانمرکي حمله کې ککړ دی

کابل هوایي ډګر کې د شوي ځانمرګي برید په تړاؤ د پاکستان په مرسته د داعش د نیول شوي غړي شریف الله امریکا ته د سپارل کېدو موضوع په اسلام اباد هایکورټ کې هم راپورته شوې ده.

امریکا کې د بندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي وطن ته د راستنولو په اړه د خواست اورېدنې په مهال د جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ جج پوښتنه کړې چې پاکستان امریکا سره د بندیانو د تبادلې تړون نه لري "خو بیا هم تاسو یو تن ونیولو اؤ امریکا ته مو وسپارلو."

امریکا نه د پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي هیواد ته د راستنولو د خواست په تېره اورېدنه کې سرکاري وکیل عدالت ته ویلي وؤ چې پاکستان امریکې سره د بندیانو د تبادلې کوم تړون نه لري نو ځکه د عافیه صدیقي په بدل کې د شکیل اپریدي امریکا ته د سپارلو وړاندیز عملي کیدای نه شي.

تر دې وړاندې د عافیه صدیقي امریکایي وکیل کلاییو اسمتهـ د عافیه صدیقي د خوشې کولو په بدل کې پاکستان کې د تند روه ډلې سره د مرستې په جرم د بندي ډاکټر شکیل اپریدي امریکې ته د سپارلو وړاندیز کړی ؤ.

پاکستانۍ ډاکټره عافیه صدیقي افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو د هڅې په تور د کال 2010 د امریکا په یو زندان کې د خپل 86 کلن بند سزا تېروي.

ډاکټر شکیل اپریدی پاکستانی ډاکټر دی چې په کال 2011 کې پرې د القاعده مشر اسامه بن لادن په لټه کې امریکایي سي آي اې سره د مرستې تورونه لګول شوي وؤ خو وروسته بیا هغه د یوې وسله والې ډلې سره د مرستې د جرم په اساس قید کړل شو اؤ تر اوسه په بند کې پروت دی.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ جج سردار اعجاز اسحاق خان د عافیه صدیقي هیواد ته د راستنولو د خواست اورېدنه یو ځل بیا کړې ده.

د خواست اورېدنې په مهال د وفاقي حکومت له لوري په عدالت کې یو جلا درخواست هم دایر شو چې پکې غوښتنه شوې وه چې د عافیه صدیقي د خوشې کولو په اړه عریضه دې زر تر زره پاي ته ورسول شي.

عدالت د حکومت په دې درخواست د نوټس جاري کولو په ترڅ کې ځواب وغوښتو.

deewa
deewa


د خواست اورېدنې په مهال امریکا ته د داعش د نیول شوي غړي شریف الله د سپارل کېدو په معامله هم خبرې وشوې.

جسټس سردار اعجاز اسحاق خان مرستیال اټارني جنرل سره د مکالمې په مهال وویل تاسو وایئ چې امریکا سره د بندیانو د تبادلې هیڅ تړون نه شته، خو پرون تاسو پرته له کوم تړون یو تن ونیولو اؤ امریکا ته مو وسپارلو.

نوموړي جج وویل "د ډاکټر شکیل اپریدي امریکا ته د سپارلو په اړه تاسو ته د کېمرې په وړاندې د اګاه کولو فرصت هم درکړل شو، حکومت نه ځواب وغوښتل شو خو حکومت چې کوم ځواب ورکړو هغه د قناعت وړ نه ؤ اؤ اوس حکومت د عافیه صدیقي د درخواست پاي ته د رسولو وینا کوي"

عدالت وویل "تاسې په ساده ټکو کې دا وایئ چې موږ غواړو له دې کیس ځان خلاص کړو ، وزیراعظم ته خط لیکل وؤ ، وې لیکلو، دوي ته ویزا پکار وه ، ورکړل شو، تاسو چې څه کول ومو کړل ،په داسې رویه خپلولو به ټوله دنیا خبر شي چې دپاکستان حکومت څه ، څه وکړل، تاسو کوم غشي وویشتل."

وروسته عدالت په دې خواست نوره اورېدنه تر راتلونکې جمعې وځنډوله.

تر دې وړاندې په تېره اورېدنه کې سرکاري وکیل عدالت ته ویلي وؤ چې حکومت امریکایي عدالت کې د عافیه صدیقي د خوشې کولو په اړه د عریضې له ملاتړ هم پشا شوی دی.

هغه ویلي وؤ چې د پاکستان مرکزي حکومت امریکایي عدالت کې په دایر درخواست کې په شاملو ځېنو خبرو تحفظات لري.

د اورېدنې په مهال د اسلام اباد هایکورټ جج ښاغلي سردار اعجاز اسحاق خان ویلي وؤ چې امریکایي عدالت کې د عافیه صدیقي د رهایي متعلق درخواست نه د حکومت د پشا کېدو بیان عدالت حیران کړی دی.

عدالت مرستیال سرکاري وکیل ته ویلي وؤ د حکومت نه دې معلومه کړي چې امریکایي عدالت کې په جمع شوې عریضه څه اعتراض لري خو په ننۍ اورېدنه کې هم سرکاري وکیل عدالت ته حکومتي تحفظات نه دي په ډاګه کړي؟

پروسږکال د جولای په میاشت کې د پاکستان وزیراعظم میا شهباز شریف د عافیه صدیقي د راخلاصولو د اقداماتو لپاره د لوړې کچې یوه وزارتي کمیټي هم جوړه کړې وه اؤ ویلي یې وؤ چې د عافیه صدیقي راخلاصول یې فرض دي.

په کال 2024 کې د مې میاشت کې ډاکټرې فوزیه صدیقي قابو شل کاله وروسته په اول ځل د خپلې خور عافیه صدیقي سره دامریکا فورټ ورتهـ زندان کې لیدنه کړې وه.

عافیه صدیقي چې د ناین الیون د پېښو په پلان جوړوونکي اؤ د القاعده د مهم مشرخالد محمد شیخ په یو وراره واده ده، د کال 2008م د جولايي په مياشت کې د افغانستان په غزني ولايت کې افغان پوليسو د خپل مشر ځوې احمد سره يو ځای نيولې وه.

په هغې تور دی چې د نیولو په وخت یې په امریکایي پوځیانو ډزې هم کړې وې اؤ د دې ترڅنګ یې د ولکې څخه داسې کاغذونه هم ترلاسه شوي وؤ چې ترې په امريکا د بريدونو پلانونه څرګندېدل.

خالد شیخ محمد په پاکستان کې له نیول کیدو ورسته دا منلي وو چې عافیه صدیقي د القاعدې د پاره کار کوي.

خو د برتانيې د انډیپنډنټ ورځپاڼې خبریال رابرټ فسک په خپل یو رپورټ کې پخوا ویلي وو چې کیدای شي خالد شیخ محمد رېښتیا ویلي وي خو د هغه دغه بیان د امریکې لخوا په قید کې د سختو سزاګانو لکه واټر بورډنګ نه وروسته راغلی و نو ځکه زیات باور پرې کیدای نه شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG