لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوئنټي سيمي فائنل: پاکستان او سري لنکا يو بل ته مخامخ کیږي


پاکستان سري لنکا ته د2009ء دنړيوال ټي ټوئنټي په فائنل کې ماتې ورکولو سره دچيمپئين جوړيدو اعزاز ترلاسه کړى ؤ، ددې ترڅنگ پخپل مينځي مقابلو کې هم پاکستان ته په سري لنکا برتري ترلاسه ده
پاکستان سري لنکا ته د2009ء دنړيوال ټي ټوئنټي په فائنل کې ماتې ورکولو سره دچيمپئين جوړيدو اعزاز ترلاسه کړى ؤ، ددې ترڅنگ پخپل مينځي مقابلو کې هم پاکستان ته په سري لنکا برتري ترلاسه ده
دائي سي سي ورلډ ټي ټوئنټي لمړى سيمي فائنل به نن کولمبو کې دپاکستان او سري لنکا ترمينځ لوبيږي.
دسري لنکا او پاکستان ترمينځ کيدونکي دغه ميچ کې دسپنرانو ترمينځ دسختې مقابلې هيله کيږي.
دټي ټوئنټي نړيوال کپ فائنل ته رسيدو لپاره به پاکستان ته سري لنکا ته ماتې ورکول وي.
دغه ميچ به دپاکستان دسيمه ييز وخت مطابق ماښام شپږ نيمې بجې پيل کيږي چې پکې به کوربه ټيم ته دکورني ميدان او پاکستان ته دحالاتو سره دهم اهنگۍ گټه ترلاسه وي.
دکرکټ دماهرانو ترمخه دټي ټوئنټي په دغه لمړي سيمي فائنل کې به دپاکستان دسعيد اجمل او سري لنکا داجنتها مينډس ترمينځ د اسپن باؤلنگ ټکر کيږي.
سيمي فائنل کې دپاکستان لخوا ټيم کې هم دهاغو لوبغاړو دبرقراره ساتلو امکان دى چې اسټريليا ته يې دگروپ ايټ ميچ کې ماتې ورکړې وه.
دسري لنکا ټيم به ددغه ټي ټوئنټي نړيوال کپ کې په لمړي ځل دکولمبو پريماداسا اسټيډيم کې لوبيږي او کوربه ټيم په دغه گراؤنډ لوبول شوؤ څلورو ټي ټوئنټي ميچونو کې دناکامۍ سره مخ شوى خو کپتان مهيلا جياوردهنى دټيم دموجوده کارکردگۍ په اساس دپاکستان دقابو کولو په اړه فکر کوي.
بل لوري ته په دغه گراؤنډ دپاکستان ريکارډ ښه پاتې شوى او دغلته دلوبول شوؤ څلورو ټي ټوئنټي ميچونو څخه ددريوؤ ميچونو په گټلو کې بريالى شوى.
ددې ترڅنگ دسُپر ايټ په اخري ميچ کې ناقابل شکست اسټريليا ته په 32 رنز ماتې ورکولو سره دپاکستان حوصلې لوړې دي، خو دبيټنگ په اړه اوس هم انديښنې شته.
په تلکارتنى دلشان، مهيلا جياوردهنى او کُمار سنگارا دمشتمل سري لنکن ټيم ټاپ ارډر زيات مضبوط دى او په موجوده ټورنامنټ کې هغوي په کوټلي فارم کې دي.
که چرې پاکستاني باؤلران دټاپ ارډر په نخښه کولو کې کامياب شول نو بيا دمډل ارډر له لوري دزيات مزاحمت هيله نۀ کيږي.
په دغه سيمي فائنل کې دسري لنکا مهمه وسله اجنتها مينډس گڼلى شي او فاسټ باؤلر لاستهـ مالنگا او نووان کلاسيکارا هم دپاکستاني بيټسمينانو لپاره خطره جوړيدلى شي.
پاکستان سري لنکا ته د2009ء دنړيوال ټي ټوئنټي په فائنل کې ماتې ورکولو سره دچيمپئين جوړيدو اعزاز ترلاسه کړى ؤ، ددې ترڅنگ پخپل مينځي مقابلو کې هم پاکستان ته په سري لنکا برتري ترلاسه ده.
تردې مهاله لوبول شوؤ 9ؤ ټي ټوئنټي ميچونو کې پاکستان په شپږو او سري لنکا په دريوؤ کې بريالۍ شوې.
په نړيوال ټي ټوئنټي کې دواړه ټيمونه يو بل ته درې ځله مخ شوي، چې په دغو ميچونو کې په دوؤ کې پاکستان او يو کې سري لنکا کاميابي ترلاسه کړې.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG